د پاکستان د عوامي تحريک ګوند مشر طاهرالقادري خپلو پلويانو ته امر وکړ، چې د پاکستان د ملي پارلمان ودانۍ محاصره کړي او د صدراعظم نوازشريف په ګډون څوک بهر راوتلو ته پرنږدي.
د عمران خان او طاهر القادري زرګونه پلويان د روانې مياشت له ١٤مې نيټې راهيسې د صدراعظم نواز شريف د حکومت پرضد پراخ لاريونونه پيل کړي او دواړه د نواز شريف د استعفا غوښتونکي دي.
د پاکستان د دولتي تلويزيون د راپور له مخې، په پارلمان کې دا مهال غونډه روانه ده، چې د نواز شريف په ګډون پکې سلګونو وکيلانو برخه اخيستې.
د پاکستان تحريک انصاف او د عوامي تحريک ګوندونو لسګونه زره پلويان د سه شنبې په ورځ د پاکستان د ملي پارلمان مخې ته ورسېدل او احتجاجي لاريون يې پيل کړ،خو د چهارشنبې په ورځ د عوامي تحريګ ګوند مشر طاهر القادري خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال وويل، چې دوى دې پاکستان د پارلمان ودانۍ محاصره کړي او هېچا ته دې اجازه نه ورکوي، چې له ودانۍ بهر راووځي:
″زه تاسو ته امر درکوم، چې د پارلمان ودانۍ محاصره کړئ، څوک چې دننه دي، هغوى دې دننه وي او څوک چې بهر دي، هغوى دې بهر پاتې شي.
د انقلاب تربيا او د نواز شريف استعفا پورې، د نواز شريف په ګډون هېڅوک مه پرېږدئ، چې په پارلمانه بهر ووځي."
قادري زياته کړه، چې د پاکستان حکومت او پارلمان جعلي دي، نواز شريف دې استعفا ورکړي او د ملي پارلمان په ګډون دې د څلورو ايالتونو اسامبلې منحلې کړي.
د نوموړي د محاصرې تر اعلان وروسته، د قادري زرګونو پلويانو، چې لرګي يې په لاس کې دي، د پارلمان ودانۍ محاصره کړې او چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
د عمران خان او طاهر القادري زرګونه پلويانو هغه مهال د پاکستان د ودانۍ مخې ته مارش وکړ، چې نوا شريف په دوو ورځو کې د دوى د استعفا غوښتنه له پامه وغورځوله.
که څه هم د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره د د اسلام اباد په حساسې سيمه کې د پارلمان د ودانۍ په ګډون د ډېرى نورو ودانيو امنيت پاکستانيو پوځيانو ته سپارلى، خو سربېره پر دې هم د قادري زرګونه پلويان، چې لرګي ورسره دي، د پارلمان د ودانۍ مخ کې راغونډ دي.
د يادونې وړ ده، چې د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان حکومت يو ځل بيا له طاهر القادري او عمران خانه غوښتي، چې د سياسي شخړو د اواري لپاره خبرو اترو ته چمتو دي، خو دوى وايي، چې يواځې په هغه صورت کې به خبرې وکړي، چې نوازشريف استعفا ورکړي.
راپور: ذبيح شفق