د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

په پاکستان کې کړکېچ پوځ بيرته پرجلو کښېناوه


په زرګونو لاريون کوونکي د پاکستان د مرکز اسلام اباد پرلور وخوځېدل. دوی غوښتنه کوي چې د دې هېواد صدراعظم نواز شريف دې له خپلې دندې ګوښه شي.

نوازشريف خپل دوه استازي ولېږل چې د پوځ له مشرسره د دې کړکېچ په هکله سلا وکړي.

د پاکستان صدراعظم غواړي پوه شي چې ايا د دې هېواد پوځ په پټه د روانو دوو لاريونونو ترشالاس لري او ایا پوځ غواړي کودتا ته لاره هواره کړي.

دا لاريونونه د دووکسانو له خوا چې يو د کرکټ پخوانی اتل او سیاست وال، عمران خان او بل يې مذهبي مشر طاهر القادري دی، پرمخ وړل کيږي.

عمران خان نن په اسلام اباد کې د پارلمان سره نژدې په یوه وينا کې خپلو پلويانو ته وويل:

″موږ به ريښتونې ډيموکراسي راولو او ترهغه وخته به له دې ځايه نه ځو چې نواز شريف له خپلې دندې استعفی نه وي ورکړې.″

د رويټرز خبري اژانس په وينا، نوازشريف خپل دوه استازي د خپل هېواد د پوځ مشر خبرو ته ورلېږلي وو.

د دولت د يوه چارواکي په وينا، د نوازشريف د استازو او د پوځ د مشر ترمنځ له غونډې وروسته، دغه استازو نوازشريف ته يو ښه او بل بد خبر راووړ او هغه دا چې کودتا به نه کيږي خوکه ښاغلی شريف غواړي چې حکومت يې ړنګ نه شي، دی به پوځ ته هم په حکومت کې ونډه ورکړي.

د رويټرز خبري اژانس وايي، که پوځ د خان او قادري له لاریون سره مرسته ونه کړي او په پای کې هغوی ناکامه شي، د پاکستان صدراعظم نوازشريف به د کړکېچ وروسته کمزوره څرګند شي.

د رويټرز خبري اژانس وايي، ممکن پوځ دی وژغوري خو په نتيجه کې به يې نوازشريف د جنرالانو تر اغېزلاندې شي او هغه کارونه چې دی يې په خپله د ترسره کولو اراده لري، تر سره نه کړای شي.

د بېلګې په توګه د طالبانو سره جګړه، د هندوستان سره اړيکې او د ناټوځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د پاکستان رول.

د پاکستان د حکومت يو وزيرچې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وايي:

″ترټولو لوی بايلونکی به نوازشريف وي ځکه چې قدرت به يې له يوې خوا له کوچني سياسي سيالانو او له بلې خوا د پوځ له خوا را محدود کړای شي. له دې وروسته به دی همېشه له ځان سره پام کوي.″

د رويټرزخبري اژانس وايي، د پاکستان د پوځ برلاسی په دې مانا هم کېدای شي چې له افغانستان سره د پاکستان د حکومت اړيکې خرابې کړي.

د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته داسې اندېښنه څرګنديږي چې په افغانستان کې به سيمه يېز قوتونه وغځيږي.

XS
SM
MD
LG