د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

زاخلیوال: افغان ځواکونه له هغو ډیرو پیسوته اړتیا لري، کوم چې په شیکاګو کې پرې موافقه شوې


افغان چارواکي وايې چې؛ له 2014 میلادي کال وروسته به د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره هرکال شپږ میلیارده ډالرو ته اړتیا وي.

د افغانستان د ماليې وزیرد چهارشنبې په ورځ د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره د نظارت او انسجام بورډ دویمې ناستې ته په وینا کې وویل، چې د دې بودیجې وړاندیزبه د ویلزپه ناسته کې مطرح شي.

په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې؛ د دوي د وړاند وینو په اساس به له دې هیواد نه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دافغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره لګښتونه ډير شي.

د افغانستان د ماليې وزیر وایي، د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره له هغې ډیرو پیسوته اړتیا ده چې د نړېوالې ټولنې له خوا په شیکاګو کې پرې موافقه شوې وه.

حضرت عمرزاخیل وال د چهارشنبې په ورځ د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره د نظارت او انسجام بورډ دویمې ناستې ته وویل، چې له 2014 میلادي کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو تمویلولو لپاره به شپږو ملیارډو ډالرو ته اړتیا وي.

نوموړي وویل چې؛ د افغان حکومت له خوا به نړیوالې ټولنې ته د دې بودیجې وړاندیز د ویلز په ناسته کې وشي:

″په شیکاګو کې کومې اړتیاوې چې په پام کې نیول شوې وې کمې وې، یواځې دوه سوه 22 زرو افغان امنیتي ځواکونو لپاره بودیجه په پام کې نیول شوې وه او مرسته اعلان شوې وه، خو وروسته مونږ توافق ته ورسیدو چې باید له دري سوه پنځوس زرو څخه ډير سرتیري په افغانستان کې ولرو، طبعآ دې بودیجې ته باید له سره کتنه وشي او ممکن تر پنځه نیمو یا شپږو ملیاردو ډالرو پوري د افغان امنیتي ځواکونو تمویل ته اړتیا وي.″

ښاغلي زاخیل وال وویل، چې د بودیجې د زیاتیدو ترڅنګ به د نورو پوځي لګښتونو په اړه هم د نړېوالې ټولنې پام راجلب کړل شي.

ټاکل شوې ده، چې د روان کال د سنبلې د مياشتې په ١٣مه، چې د ستمبرڅلورمه کیږي د بريتانيا په ويلزښارکې د ناټو دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه پيل شي.

نږدې دوه نیم کاله مخکې د امريکا د شيکاګو په سرمشريزه غونډه کې د نړېوالې ټولنې له خوا موافقه شوې وه چې؛ افغان امنیتي ځواکونو ته به د کال څلور اعشاریه یو میلیارده ډالره ورکول کیږي.

په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، کومه طرحه چې د دې وزارت له خوا پلان شوې وه د شیکاګو په غونډه کې په پام کې نه وه نیول شوې.

محمد عمر داودزي د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره د نظارت او انسجام بورډ دویمې ناستې ته وویل چې؛ د دوي وړاندوينې ښيې چې د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته به د افغان امنیتي ځواکونو لګښتونه ډير شي:

″کله چې د 2014 او 2015 کلونو د بودیجې وړاندوینه کیدله،هغه مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خپله استراتیژي نه درلودله، اوس زمونږ ټول کار په پنځه کلني استراتیژی کې راغلی، 2014 زمونږ د استراتیژی پیل دی،مونږ خپل فعالیتونه دې استراتیژی سره عیار کړي، او زمونږ وړاندوینه دا ده چې مصارف به هم یو څه لوړ وې.″

نوموړي د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د میرمنو زیاتیدل او د بشري حقونو له غوښتنې سره برابر د افغانستان دیو شمیر زندانونو جوړول د دې لګښتونو د زیاتیدو یو علت بولي.

د کورنیو چارو وزیر وویل ،په هیواد کې د نا امنیو دزیاتیدو یو علت هم دا دی چې ډیرشمیربهرني ځواکونه له هیواده وتلی اوباید د افغان ځواکونو شمیرزیات شي ترڅو د هغوی تشه په ښه ډول ډکه کړي.

د بریتانیې په وېلز کې د ناټو د سرمشریزې غونډه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده، ځکه چې په دې غونډه کې به ناټو په افغانستان کې د خپل نوي ماموريت په اړه وروستۍ پرېکړه کوي.

دغه راز ویل شوي چې په ، په دې غونډه کې به د افغان ملي ځواکونو د تمويل په اړه هم پرېکړې کېږي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG