د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

نواز شریف د پارلمان د ودانۍ ترمحاصره کېدو وروسته غونډه وځنډوله


د پاکستان د حکومت ضد اعتراضونو تنظموونکو صدراعظم نوازشریف ته د سیمې په وخت د نن ماښام تراتو بجو وخت ورکړی چې له دندې استعفی ورکړي.

عمران خان ویلي که داسې ونه شي نو دوی به د نواز شریف د دفترپه لورې ولاړشي.

دا خبرې داسې مهال شوي چې نواز شریف او د پارلمان استازو نن د پارلمان د ودانۍ تر محاصره کېدو وروسته غونډه وځنډوله او د ودانۍ له شاتنۍ دروازې ووتل.

د عمران خان او طاهر القادري پلویانو نن د پاکستان د پارلمان ودانۍ محاصره کړه.

دا پنځمه ورځ ده چې د عمران خان او طاهرالقادري په مشري حکومت ضد اعتراضونه په پلازمینه اسلام اباد کې دوام لري او د صدراعظم نوازشریف د استعفی غوښتنه کوي.

مظاهره چېانو تیره شپه د پارلمان ودانۍ ته د ورغلي سړک له سره د موانعو په لېرې کېدو پیل وکړ، خو چا یې مخه ونه نیوله.

قادري وروسته له هغه خپلو پلویانوته د پارلمان د ودانۍ د محاصره کېدو سپارښتنه وکړه چې؛ معلومه شوه نوازشریف دننه په ودانۍ کې دی او د پارلمان له استازو سره د سیاسي کړکېچ په اړه خبرې کوي.

وروسته معلومه شوه چې نوازشریف او د پارلمان استازوغونډه وځنډوله او د ودانۍ له شاتنۍ دروازې څخه ووتل.

ټاکل شوې د پارلمان بله غونډه سبا ته وشي، خو دا معلومه نه ده چې صدراعظم به ګډون په کې وکړي که نه.

عمران خان وړاندې ویلي وو، چې د دوی پلویان به پارلمان ته دننه ورنه شي، خو وایې په دومره لوی شمېرکې به د پارلمان مخته راټول شي چې خلک د مصر د تحریر میدان هیر کړي.

هغه خبرداری ورکړی چې؛ که صدراعظم نوازشریف د سیمې په وخت د ماښام تراتو بجو استعفی ورنه کړي، د دوی پلویان به پارلمان ته نژدې د شریف د دفترپه لوري ورشي.

عمران خان نن د پارلمان مخته خپلو پلویانو ته په وینا کې پر ټولو پاکستانیانو غږ وکړ چې له دوی سره یوځای شي:

″ټولو پاکستانیانو ته زما پیغام دا دی چې راشئ ترڅو موږټول په ګډه وکولای شو د نوازشریف د استعفی غوښتنه وکړو.″

عمران خان او قادري دواړه ادعا کوي چې د ۲۰۱۳ کال پارلماني انتخابات چې په نتیجه کې یې نوازشریف صدراعظم شو، له درغلیو ډک وه.

د پوځ مشرجنرال عاصم سلیم بجوا پرخپل ټویټر پاڼې لیکلي چې دغه شرایط له ټولو خواوو حوصلې او پوهې ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د پاکستان سترې محکمې عمران خان او قادري دواړه سباته د دغو مظاهرو په تنظیمولو کې د دوی د ونډې له کبله محکمې ته ورغوښتي دي.

د دغو اعتراضونو له کبله له څو ورځو راهیسي د اسلام اباد په ورځنیو سوداګریو کې ځنډ راغلی.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت هم نن ویلي چې؛ اسلام اباد ته د اګست د ۲۳ نیټې لپاره د سریلانکا د ولسمشرمهندا راجا پاکسا پلان شوی سفرځنډول شوی دی.

په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت په ګډون یو شمېر بهرني دفترونه تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG