د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

افغانستان: د نیویارک ټایمزخبریال دې په ۲۴ساعتونو کې ووځي


د نیویارک ټایمز خبریال متيو روزينبرګ
د نیویارک ټایمز خبریال متيو روزينبرګ

د افغانستان حکومت پرون د نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبريال ته امر وکړ، چې په ۲۴ ساعتونو کې له افغانستانه ووځي.

د نيويارک ټايمز خبريال وروسته له دې لويې څارنوالۍ ته د تحقيق لپاره جلب شو، چې د افغانستان د انتخاباتي جنجال د نه حل کېدو په صورت کې يې د کودتاه په اړه د ځينو افغان چارواکو د څرګندونو پر اساس راپور خپور کړ.

لويه څارنوالي وايي، چې د نيويارک ټايمز خبريال په خپل راپور کې د هيڅ چارواکي نوم نه دي اخيستي او راپور يې بې اساسه دي.

متيو روزينبرګ ته د چهارشنبې په ورځ د افغانستان لويې څارنوالۍ ۲۴ ساعته وخت ورکړ، چې له افغانستانه ووځي.

لويې څارنوالۍ د نيويارک ټايمز خبريال ته دا هم ويلي، چې افغانستان ته د نوموړي پر بيا راتګ بنديز دی.

تردې يوه ورځ مخکې لويې څارنوالۍ د نيويارک ټايمز خبريال له افغانستانه ممنوع الخروجه اعلان کړي و.

دا له کله چې په افغانستان کې د طالبانو رژيم پرزول شوي دي لومړي ځل دی چې يو لوېديځوال خبريال له دې هيواده ايستل کېږي.

لويې څارنوالۍ د نيويارک ټايمز د خبريال په اړه دا پرېکړه په دې خاطرکړې چې روزنبرګ د سې شنبې په ورځ په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې په يوه راپور کې ويلي و، چې د افغانستان د حکومت جګپوړي چارواکي او وزيران د روان انتخاباتي جنجال د يوې ممکنې حل لارې په توګه د يوه موقت حکومت پرجوړولو خبرې کوي چې عملاً يوه کودتا ده.

د لوی څارنوال محمد اسحاق الکو دفتر د چهارشنبې په ورځ له نيويارک ټايمز پرته نورو خبري رسنيو ته په يوه لېږلې خبرپاڼه کې د دې ورځپاڼې خبريال روزنبرګ د يوه داسې راپور پر ليکلو تورن کړ، چې درز او نفاق رامنځته کوي او د افغانستان د ثبات، امنيت او ملي ګټو خلاف دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې؛ دې مسالو ته په پام لويې څارنوالۍ فيصله وکړه چې د نيويارک ټايمز خبريال دې په ۲۴ ساعتونو کې له افغانستانه ووځي او ده ته به بيا اجازه نه ورکول کېږي چې افغانستان ته راوګرځي.

خبريال روزنبرګ پرون په کابل کې رويټرز خبري اژانس ته د ځان په اړه د لويې څارنوالۍ د پرېکړې په باب وويل، چې ښايي علت دا وي چې دا وخت په افغانستان کې ډېر حساس دي.

«زه په دې پوهېږم چې ممکن حکومت سياسي مسلې ولري، دا د افغانستان لپاره خورا حساس وخت دي، په حکومت کې دننه او ورڅخه دباندې شرايط ډېر سياسي شوي، خو دا چې ما د يوه راپور په خاطر چې د دوي خوښ نه دي، باسي، دا مايوسوونکې ده.»

خو لويه څارنوالي وايي چې متيو روزنبرګ په راپور کې خپل شخصي نظر څرګند کړي او په درغو يې د جګپوړو چارواکو حوالې ورکړي دي.

د لويې څارنوالۍ ويندوي بصير عزيزي په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

«موږ غواړو چې له متيو روزنبرګ څخه واضح پيغام ترلاسه کړو او غواړو چې له ده توضيح وغواړو. بايد د خپل راپور په اړه حقيقت راته ووايي، څوک په دې موضوع کې لاس لري.»

د ولسمشر کرزي د دفتر له لوري په دې اړه په يوه اعلاميه کې د روزنبرګ د اخراجېدو يادونه نه وه شوې خو په افغانستان کې يې د ملګروملتو خاص استازي ته ويلي د نيويارک ټايمز ورځپاڼې وروستۍ مقاله د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره د بهرنيانو دسيسه او لاسوهنه ښيي.

په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې دا ډول ليکنو ته بايد اجازه ور نه کړاي شي.

د لوي څارنوال په اعلاميه کې ويل شوي چې د روزنبرګ د ايستلو پرېکړه يې د دې لپاره وکړه چې نوموړي د تحقيق په مهال همکاري ونه کړه.

د نيويارک ټايمز اجرايي مدير دين بکويت د متيو روزنبرګ د ايستلو په اړه د افغانستان د حکومت پرېکړه وغندله.

ده ويلي چې روزنبرګ ډېر ښه خبريال دي او دقيق راپور يې جوړ کړي و.

XS
SM
MD
LG