د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

پکتيا : جانخېل ولسوالۍ اوس روغتيايي اسانتياوې نه لري


د پکتيا په ځينو ولسواليو کې له تېرو څو کلونو راهيسې د بشپړو روغتيايي اسنتياوو د نشتوالي له امله خلک ځوريږي او پرلپسې شکايتونه کوي، خو په دې وروستيو کې د دې ولايت په لرو پرتو ولسواليو کې خلک له روغتيايي اسانتياوو بې برخې شوي دي.

د پکتيا ولايت جانخېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له تېرو دوو مياشتو يې په ولسوالۍ کې هېڅ ډول روغتيايي اسانتياوې نشته.

د جانخېلو ولسوالۍ مدني فعالينو ازادۍ راډيو سره د ټليفون له لارې د خلکو ستونزې او شکايتونه شريک کړل وې ويل له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې د ولسوالۍ په کلينيک کې له خلکو سره هېڅ ډول روغتيايي مرستې نه کيږي او له همدې وجې په سيمه کې د ولادي ناروغانو د مړينې کچه هم لوړه شوې.

دغو شکايت کوونکو دا هم وويل چې په ولسوالۍ کې يې د شته کلينيک چارې د روغتيايي کارکوونکو د خپلمنځي اختلافاتو په اساس په ټپه ولاړې دي.

د دوی په خبره چې په تېرو دوو مياشتو کې حکومتي چارواکو د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره هېڅ ډول اقدام نه دی کړی.

د عامې روغتيا رياست چارواکي دا ستونزه مني وايي د حل لپاره يې پرلپسې هڅې روانې کړې دي،د يادې ادارې ريس بازمحمد شېرزاد وويل :

”موږ خبر يو چې په دې ولسوالۍ کې روغتيايي ستونزې شته، د قومي ستونزو په اساس په دې ولسوالۍ کې يو څه مشکلات دي، چې موږ د ځوانانو ټولنې سره هم دا مشکل ياد کړی دی او نورو خلکو سره هم او اړوند مرجع ته مو سپارښتنه کړې چې که چا وظيفوي غفلت کړی وي، بايد عاجل يې له وظيفې لرې کړي او دغه ستونزه هواره کړي“

د جانخېلو ولسوالۍ اوسېدونکي په داسې حال کې د دغه ستونزې څخه شکايت کوي چې له ډېر وخت راهيسې د پکتيا په نورو ولسواليو کې هم په روغتيايي مرکزونو کې هغه ډول چې خلک تمه لري روغتيايي اسانتياوې نشته.

راپور : داود تپان – پکتيا

XS
SM
MD
LG