د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

نورستان: د مرستو د نه رسیدو له امله په دواب کې تکیکي په شاه تګ شوی


د نورستان دواب ولسوالۍ مسولین وایي، چې ولسوالۍ يي اوس هم د دوی په لاس کې ده د مرستې د نه رسیدو په وجه يي له ولسوالۍ تکتیکې په شاتګ کړی، خو طالبان بیا دعوه کوي چې ولسوالۍ یې نیولې ده.

د دواب ولسوالۍ امنيي قومندان نعمت الله نعمت وویل، له تیرې یوې اونۍ راهیسې په لسګونو وسله والو طالبانو د دواب ولسوالۍ ودانۍ او شاوخوا سیمې محاصره کړې وې.

تیره ورځ وسله والو طالبانو برید پیل کړ دوي له مرکزي حکومته د مرستې غوښتنه وکړه، خو ورته هیڅ ډول مرسته ونه رسیده او دوي اړشول چې د ولسوالۍ ودانۍ څخه ووځي:

″تاسوته معلومه ده چې زموږ ولسوالۍ اته ورځې محاصره وه. په وخت مرسته راونه رسیده. د ولسوالۍ ودانۍ موځکه پریښوده چې طالبان يي ونه سوزوي، یاروغتیایي مرکز او نورو ځایونو ته زیان ونه رسوي.

تقریبا شپږسوه متره په شاتګ به مو کړی.

هلته یوه لوړه غونډې ده موږ خپل پولیس په هم هغه ځای کې منظم کړي، چې د ولسوالۍ ودانۍ ساتنه وکړي.

اوس مهال د ولسوالۍ ودانۍ خالي ده، نه په کې طالبان شته او نه افغان امنیتي ځواکونه.″

قومندان وايي، له تېرې ورځې څخه د چهارشنبې ترغرمې دولس وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر يي ټپيیان شوي دي او شپږو پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده:

″د وسله والو طالبانو دولس جسدونه په میدان کې پراته دي.

اوس هم ولسوالۍ زموږ په لاس کې ده.له تیرې ورځې درې پولیس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.″

هغه وویل، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ورسره ژمنه کړې چې ډیرزر به دواب ته نوي ځواکونو ولیږي او سیمه به له طالبانو پاکه کړې.

د دواب ولسوالۍ دوه تنو اوسیدونکو ازادۍ راډیوته وویل، وسله والو د یوې اونۍ لپاره یاده ولسوالۍ محاصره وه او ټولو دکاندارانو ته یي امرکړی و چې باید دوکانونه بند کړي چې د جګړي په وخت کې ورته زیان ونه رسیږي.

کله چې هم په نورستان کې د دولت په توان کومه پیښه رامنځته شوي، چارواکو يي تیلیفونه بند کړي او رسنیو ته له معلوماتو ورکولو ځانونه پټوي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د دواب ولسوالۍ د برید په اړه څه نه دي ویلي.

راپور: روح الله انوري ـ کونړ

XS
SM
MD
LG