د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

یو شمېر مدني ټولنو د مشروع حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه


یو شمېر مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو په دوه بیلو غونډو کې د انتخاباتو د نتایجو د ژراعلان او په افغانستان کې د مشروع حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه.

د کابل ښارپه دوه بیلو ځایونوکې د دې غونډو ګډونوالو د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د انتخاباتو د پروسې په اوږدیدو انديښنه وښوده او ویې ویل، چې د انتخاباتو له امله په هیواد کې ناامني او اقتصادي ستونزې زیاتې شوي دي.

مدني ټولنې او سیاسي ګوندونه په داسې وخت کې دا اندیښنې څرګندوي چې د افغانستان جمهور ریس او د ملګرو ملتونو سازمان هم د انتخاباتي پروسې ځنډ د هېواد په زیان بللی او د نتیجو په ژر اعلانیدو یې ټینګار کړی دی.

د مدني ټولنو، د ځوانانو شبکو او سیاسي ګوندونو د انتخاباتي پروسې په اوږدیدو انتقاد وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د ناټو تر راتلونکې غونډې باید د افغانستان نوی ولسمشر وټاکل شي.

د مدني ټولنو او ځوانو شبکو اعتراض کونکو لسګونو غړو د کابل د شهرنو څخه تر زنبق څلورلاري پورې په یوه لاریون کې په خپلو شعارونو کې ټينګار کاوه چې د خلکو د رایو سرنوشت دې ژر تر ژره معلوم شي.

ددې لاریون یوه تنظیم کونکې محمد جوادي د لاریون په پای کې د ټولو مربوطه ادارو څخه د انتخاباتي پروسې د ژر ختمیدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د ناټو په راتلوکې ناسته کې باید د افغانستان ټاکل شوی جمهور ریس حتما برخه واخلي:

″څومره ژر چې ممکنه وي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دې د رایو نتیجه اعلان کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست دې د هیواد ګټو ته په پام د انتخاباتو څخه پیدا شوی بحران ژر تر ژره مدیریت کړي.

او د نړیوالې ټولنې څخه هم غواړو چې د انتخاباتو پروسته دې د خلکو د غوښتنې او رضایت سره سم پای ته ورسوي تر څو د خلکو په رایو ټاکل شوی جمهور ریس مو د افغانستان په استازیتو د ناټو په کنفرانس کې ګډون وکړي.″

د دې لاریون ګډونوالو وویل، چې د انتخاباتو د بهیر اوږدیدو په هیواد کې ناامنۍ،بې کاری او اقتصادي ستونزې زیاتې کړي دي.

دوې وویل، چې که دې مسلې ته جدي پاملرنه ونشي او د نتیجو ژر اعلان ته کار ونشي نو ددې امکان شته چې هیواد به نور هم له ستونزو سره مخ شي.

د یادولو وړ ده چې د مدني ټولنو،سیاسي ګوندونو د اندیښنو سربیره په خپله د انتخاباتو کمیسیون،نړیوالې ټولنې او د افغانستان جمهوري ریاست هم د انتخاباتو نتیجو د ژر اعلان غوښتنه کړی ده.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکو تر اوسه څو ځله ویلي چې د رایو تفتیش پروسه ددې لپاره تیزوي چې د انتخاباتو نتایجو د ژر اعلان لپاره زمینه برابره شي خو تراوسه هم د انتخاباتو د نتیجو د اعلان نیټه نه ده ټاکل شوې.

په ورته وخت کې د افغانستان د اسلامي وفاق ګوند او د افغانستان د عدالت غوښتونکو ټولنې هم د کابل د فروشګاه په سیمه کې اعتراضي غونډه درلوده او په افغانستان کې یې د مشروع حکومت غوښتنه وکړه.د دې غونډې یوه ګډونوال ازادی راډيو ته وویل:

″موږ په افغانستان کې سوله،امنیت او ثبات غواړو،مونږ به هیڅکله نا مشروع قبول نه کړو موږ هغه کسان نه غواړو چې ارګ ته د ننوتلو په خاطر د یوه حکومت د جوړیدو هڅې کوي او د افغانانو په سرنوشت لوبې کوي،نو مونږ داسې حکومت چې نا مشروع وي هیڅکله نه غواړو.″

د دې غونډې ګډونوالو هم د انتخاباتو اوږده پروسه د هیواد په زیان وبلله او ویل یې چې د دواړو ټیمونو تر منځ ځینې استخباراتي کړی کار کوي چې نه پریږدي دواړه ټيمونه یوه ځانګړي هدف ته ورسیږي.

دا لاریونونه او غونډې په داسې وخت کې کېږي چې دوه ورځې وړاندې د اسد په اته ویشتمه د افغانستان جمهور ریس د دې هیواد د خپلواکۍ د ورځې په لمانځغونډه کې وویل چې د انتخاباتو نتیجې ته خلک په ډیرې بې صبری انتظار باسي.

XS
SM
MD
LG