د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

عبدالله: د شفاف تفتیش په نتیجه کې د انتخاباتو نتایج د منلو وړ دي


د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله د رایو د تفتیش د بهیرپرشفافیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې یوازې شفافه نتایج د منلو وړ دي.

ښاغلي عبدالله نن په کابل کې په یوه غونډه کې وویل، چې نړېوال څارونکي باید د تفتیش شفافیت ته پام وکړي او هغو پوښتنو ته ژر ځواب ورکړي، چې د کاندیدانو له استازو سره پیدا شوي دي.

د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم هم د رایو د تفتیش پر شفافیت ټینګار وکړ او د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون یې وغوښتل چې د رایو د تفیتش شفافیت په بشپړه توګه تضمین کړي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وویل، د رایو تفتیش د کاندیدانو د استازو، نړېوالو او ملي څارونکو په حضورکې په شفافه توګه پر مخ ځي او هر راز ستونزې په ګډه کمیټه کې تر بحث لاندې نیول کیږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله د رایو د تفتیش د پروسې پر شفافیت ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ که دا پروسه شفافه نه وي د افغانستان راتلونکی به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

ښاغلي عبدالله دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې وکړې او د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون نه یې وغوښتل چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم استازو ته پيدا شوې پوښتنې ډېر ژر ځواب کړي.

عبدالله عبدالله وویل، د انتخاباتو هغه نتایج ورته د منلو وړ دي چې د شفافه تفتیش په نتیجه کې اعلان شي:

″په دې وختونو کې زموږ څارونکو ته ځینې پوښتنې پیدا شوي چې باید ډېر ژر ځواب شي بس،نوره موقع نه ده پاتې.

موږ خلکو ته ویلي کوم تفتیش چې د نړېوال څار تر لاندې ترسره شي باور پرې لرو او دا خبره یې راسره منلې په همدې خاطر خلک په نورو لارو لاړل نه او زموږ د خبرو په تمه دي. موږ باید قانع و اوسو چې دا تفتیش عدالت تامینوي.″

د اصلاحاتو او همپالنې د مشرتابه پلاوي په شمول ددې ټیم سلګونه غړو په دې غونډه کې برخه اخیستې وه او تر ډېره پکې د انتخاباتو کمیسیون ګرم وبلل شو چې په خپل کار کې یې شفافیت په پام کې نه دی نیولی.

ښاغلي عبدالله وویل په تخنیکي برخه کې د رایو د تفیتش شفافیت او په سیاسي برخه کې د ملي یووالي حکومت هغه څه دي چې د افغانستان یوه روښانه راتلونکې تضمینوالی شي.

له بلې خوا د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټيم هم د رایو د تفتیش پر شفافیت ټینګار وکړ او د ملي یووالي د حکومت د رامنځته کیدو یو شرط یې د تفتیش په پروسه کې شفافیت وباله.

ددغه ټیم ویاند فیض الله ذکي په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په تخنیکي برخه کې د ښاغلي عبدالله له خبرو سره همنظره دي او باید شفافیت په هره برخه کې په پام کې ونیول شي:

″هغه څه چې ډاکټرصاحب عبدالله د تخنیکي بهیر په اړه ویلي د تحول او تداوم ټیم ورسره همنظره دی.

موږ هم باورمن یو چې د ملي یووالي حکومت رامنځته کیدل یواځې د تفتیش د پروسې له بشپړیدو سره چې باید په شفافه او دقیق ډول وي او د نتایجو له اعلان وروسته چې طبعا شفافه به وي ترسره کیږي.″

د رایو د تفیتش په اړه د شفافیت غوښته په داسې حال کې د دواړو ټیمونو له خوا مطرح کیږي چې تر دې دمه د شپیتو فیصدو رایو تفتیش پاي ته رسیدلی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي د تفتیش پروسه په شفافه توګه د دواړو کاندیدانو د استازو ، نړیوالو او ملي څارونکو په حضور کې مخ ته ځي.

ددغه کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي وویل، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ډاډ ورکوي چې د تفتیش پروسه به شفافه مخته ځي او هر راز ستونزو ته په ګډه کاري کمیټه کې د حل لار پیدا کیږي:

″سل په سلو کې تفتیش دا د دواړو ټیمونو د ناظرینو په حضورداشت کې د فیفا او ټیفا،د ډیموکراسۍ نړیوال سازمان او د هغې تر څنګ د اروپایي اتحادیې او د ملګرو ملتونو د ناظرینو په حضور کې دا تفتیش صورت مومي.

موږه د دواړو ټیمونو د تخنیکي استازو په موجودیت کې یوه کمیټه جوړه کړې چې دواړه ټیمونه د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره د ورځنیو ستونزو په اړه سره بحثونه کوي.″

ښاغلی هوتکي وايي دواړه انتخاباتي تیمونه باید په بشپړه توګه له دوی سره همکاري ولري څو د انتخاباتو کمیسیون وکولای شي د انتخاباتو پروسه په بریالیتوب سر ته ورسوي.

کارپوهان هم د رایو د تفتیش شفافیت د راتلونکي نظام د مشروعیت لپاره ضروري بولي او وايي چې پروسه باید په شفافه توګه مخته ولاړه شي.

صفي الله ستانکزی- کابل

XS
SM
MD
LG