د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

امریکا: ډير ژربه د "فولي" د وژلو په اړه جنايي تحقیقات پیل شي


د امریکا لوی څارنوال اریک هولډرپرون [پنجشنبه] اعلان وکړ، چې د متحدو ایالاتو د عدلیې وزارت ډير ژر د امریکايي خبریال جیمز فولي د وژل کېدو په اړه جنايي تحقیقات پیل کړي.

په عین حال کې، د ملي امنیت په چاروکې د ولسمشربارک اوباما د سلاکار مرستیال ویلي چې امریکا به د خپلو وګړو د امنیت ټینګولو لپاره له هیڅ هڅې ډډه ونه کړي.

بن روډیس پرون د امریکا له نشنل پبلک راډیو [NPR] سره په مرکه کې وویل، چې د جیمزفولي د قتل په وړاندې د ممکن عکس العمل د څرنګوالي پریکړه لا نه ده شوې.بن روډيس وايي:

″کله چې د امریکاييانو د خوندیتوب او د امریکا پرضد د تروریستي دسیسو د شنډولو مساله رامخکې شي، موږ د هیڅ اقدام امکان نه شو ردولای.

کله چې خبره د امریکا د بهرنۍ پالیسي ریشې یعنې د امریکایانو امنیت ټینګولو ته رسیږي، هیڅ جغرافیایې سرحد زموږ فعالیت نه شي محدودولای.

موږ تراوسه د جیمز فولي د قتل په وړاندې د عکس العمل خاصه پریکړه نه ده کړې خو د اړتیا په وخت کې د ایسس [ISIS] پرضد د اضافي اقدام امکان نه شو ردولای.″

د اسلامي دولت وسله والو د جیمز فولي د وژلو په ویډيو کې چې پر انټرنټ خپره شوه ویلي، چې دا کاریې په عراق کې د اسلامي دولت پر پلویانو د امریکا د هوايي حملو د غچ اخیستلو لپاره کړی دی.

هغه وسله وال چې د امریکايي خبریال جیمز فولي سر یې پرې کړې، په بریتانوي انګلیسي لهجه خبرې کړې دي.

څیړونکي داسې انګیري چې دا وسله وال ښايي د بریتانیې تبعه او د اسلامي دول له وسله والو سره یوځای شوی دی.

واشنګټن د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې؛ د روان دوبي په پيل کې یې د خبریال جیمز فولي او د یوه بل برمته شوي امریکايي د خوشې کولو د پټ ماموریت لپاره د ځانګړو ځواکونو یوه ډله سوریې ته استولې وه.

خو د ځانګړو ځواکونو دا ډله بریالۍ نه شوه چې جیمز فولي او یو بل امریکايی په سوریه کې د اسلامي دولت له وسله والو ازاد کړي.

جیمز فولي د ګلوبل پوست په نوم له یوه نړیوال خبري اژانس سره کار کاوو.

د ګلوبل پوست مشر ویلي، چې د اسلامي دولت وسله والو د خبریال فولي د خوشې کولو لپاره سل ملیونه ایرو غوښتې وې.

XS
SM
MD
LG