د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

قرارعزیزي: زورواکان د کرکټ په چارو کې لاسوهنې کوي


د ختیځ زون د کرکټ بورډ مسولینو د پنجشنبې په مازدیګر په یوې خبري ناسته کې ډاډ ښکاره کړ،چې د شپږیزې ټورنمنټ لپاره، چې راتلوونکې اونۍ په کابل کې شروع کیږي پوره چمتوالۍ نیولی.

ددې بورډ مسول قرار عزیزي رسنیو ته وویل،چې دوی هغه لوبغاړي،چې وړتیا لري انتخاب کړي او اوس په تمریناتو بوخت دي:

"د سپین غر لوبډلې لپاره همدا اوس یو کیمپ روان دی،چې په دې کې د نورستان،لغمان،کونړ او ننګرهار لوبغاړي موجود دي،د کال په اوږدو کې کومو لوبغاړو،چې ښه کارکردګي کړې ده څلرویشت تنه موږ ته معرفي شوي دي له دې نه علاوه اووه لوبغاړي نور هم موږ په دې کیمپ کې شامل کړي تر څو د هغوی زړه مات نه شي."

خو قرار عزیزی بیا پر یو شمېر چارواکو نیوکه وکړه،چې دوی خپل کار ته نه پریږدي.

نوموړي د چا نوم مشخص نه کړ،خو د پارلمان ځينې وکیلان او ولایتي چارواکي په دې تورن کړ،چې د ختیځ زون پر کرکټ بورډ فشار راوړي،څو د خپلې خوښې کس په لوبډله کې شامل کړي:

"بعضی لوبغاړي دي،چې زموږ وکیل صاحبانو ته ورشي ورته وايي موږ سره زیاتی کیږي د هغی فکر غلط کړي او هغوی بیا پر موږ فشار رواوړي په دې لوبه کې به هغه چاته چانس ورکول کیږي،چې څوک وړتیا لري."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانۍ لوبغاړی او د ختیځ زون د لوبډلې کوچ حاجي هستي ګل د لوبغاړو د انتخاب په اړه وویل،چې لوبډلې لپاره يې هغه کسان غوره کړي،چې هغوی په تېر کې وړتیا ښودلې ده:

"دغه لوبغاړي،چې موږ غوره کړي،دوی کې د کتلو ضرورت نشته،دا څو کاله زموږ په مخ کې لوبیږي خو بیا هم موږ هغه چاته اولیت ورکوو،چې چا کې،چې وړتیا وي."

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د شپږیزې تر نامه لاندې ټورنمنټ څخه يې موخه د کورني کرکټ پرمختګ،د لوبغاړو روزنه او دارنګه د همدې ټورنمنټ له لارې نوي استعدادونه هم رابرسیره کیږي.

ننګرهار – شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG