د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

پېښور: توندو اورښتونو او سيلۍ، ٨ کسان ووژل


د خيبر پښتونخوا ايالت د مرکزي ښار پېښور په بېلابېلو سيمو کې توندو اورښتونو او سيلۍ ددې ښار اوسېدونکيو ته درنه مرګ ژوبله اړولې .

د خيبر پښتونخوا د دولتي چارواکيو په وينا، د جمعې په شپه په پېښور کې د اورښتونو او سيلۍ له امله ددې ښار په بېلابېلو سيمو کې د دېوالونو د نړېدو، د برېښنايي پايو د لويدو او د ونو د رانسکورېدو له امله لږ تر لږه ٨ کسان وژل شوي او ٣٤ نور ټپيان شوي ، چې ډېرى يې ماشومان او ښځې دې.

دوى همداراز وايي، چې په وژل شويو کې څلور ماشومان او يوه ښځه هم شامل دي.

تر اورښتونو وروسته د پېښور مرستيال کمشنر ظهير الاسلام له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د پېښې ټپيان يې د پېښور بېلابېلو روغتونونو ته لېږدلي او درملنه يې روانه ده:

" باران دومره تېز و، چې د ښار په ډېرو سيمو کې يې سخت ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. موږ زيانمن شويو سيمو ته مرستندويه ټيمونه لېږلي، څو ژر تر ژره ټپيان روغتونونو ته راورسوي او د برېښنا د بېرته فعالولو ترڅنګ، د ښار لويې لارې او کوڅې، چې د اوبو ودرېدو او د ونو د نسکوېدو له امله بندې شوي، پرانيزې."

اورښتونو او سيلۍ د پېښور په کارخانو، حيات اباد، ناصر باغ، ريګي للمه، کوهاټ روډ او وزير باغ سيمو کې تر ټول زيات زيانونه اړولي او د يو شمېر کورونو د نړېدا ترڅنګ، د برېښنا پايې او ونې هم رانسکورې شوي، چې له امله يې د پېښور په ډېرى سيمو کې برېښنا بنده شوې ده.

خو ظهير الاسلام وايي، چې د ښار په زيانمن شويو سيمو کې يې مرستندويه کارونه پيل کړي او ډېر ژر به د برېښنا د فعالولو ترڅنګ د ښار له لويو سړکونو څخه د لوېدلو ونو د پورته کار بشپړ شي.

د خيبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په بېلابېلو سيمو کې تېره اوونۍ هم توپاني اورښتونه شوې وي، چې په ترڅ کې يې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه ١٨ کسان مړه او ٧١ نور ټپيان شوي وو.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د خيبر پښتونخوا اعلى وزير پرويز خټک په پېښور کې د اورښتونو له امله په رامنځته شوي ځاني زيان ژور خپګان څرګند کړى او پر اړوندو ادارو يې غږ کړى، چې د ټپيانه درملنه او د بيارغونې کارونه ژر تر سره کړي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG