د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

عزيز: افغانستان دې د پاکستان له خوا د توغنديو د ويشتلو شواهد وړاندې کړي


په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز وايي، افغانستان باید هغه شواهد چې هلته په تخریب او وژنو کې د پاکستان لاس درلودل ثابتوي، له پاکستان سره شریک کړي.

نوموړي همداراز يو ځل بيا پر دې خبرې ټينګار کړى، چې پياوړى، باثباته او سوله ييز افغانستان، تر ټولو زيات د پاکستان په ګټه دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت له خوا په يوې خبر شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې سرتاج عزيز دا څرګندونې د پنجشنې په ورځ په پايتخت اسلام اباد کې له افغان سفير جانان موسى زي سره د ليدنې پر مهال کړي.

عزيز دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې افغان دولت له ډېرې مودې راهيسې وايي، چې پاکستاني پوځيان د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې د افغانستان د ختيځ ولايت کونړ پر دانګام، ناړۍ، سرکاڼو او يو شمېر نورو ولسواليو توغندي وروي، چې له امله يې تر دې دمه لسګونه کسان وژل وي او ډېرى خلک د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

خو سرتاج عزيز بيا د افغان دولت تورونه نه مني او وايي، که چيرې له افغان دولت سره د پاکستانيو توغنديو د ويشتلو ثبوت وي، نو له پاکستان سره دې شريک کړي.

خبرپاڼه کاږي، چې سرتاج عزيز له افغان سفير سره په ليدنه کې پر دې خبرې ټينګار کړى، چې پاکستان له افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب او د متقابل احترام پر بنسټ د پياوړو دوه اړخيزو اړيکيو غوښتونکى دى.

که څه هم افغان دولت له څه مودې راهيسې وايي، چې پاکستاني ځواکونو په پرله پسې ډول پر افغان خاوره توغندي وروي او له پاکستاني دولته غواړي، چې په دې لړ کې جدي اقدامات وکړي، خو پاکستاني دولت لا تر دې دمه د افغان دولت غوښتنې ته جدي پاملرنه، نه ده کړې.

بل خوا د افغانستان د ختيځ ولايت کونړ سيمه ييزو چارواکيو د پنجشنبې په ورځ وويل، چې د پاکستان له خاورې پر دانګام او سرکاڼو ولسوالیو د لګیدلو توغندیو له امله یوه ښځه ټپي شوې شوې ده.

دوى همداراز وايي، چې يواځې د پنجشنبې په شپه د پاکستان له خوا ددغو ولسواليو پر بېلابېلو سيمو شاوخوا ۶۶ توغندي لګیدلي دي.

خو د پاکستان دولت بيا وايي، چې دوى پر افغان خاورې نه، بلکې پر هغو وسله والو بريدونه کوي، چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو پر امنيتي پوستو بريدونه کوي.

ازادي راډيو هڅه وکړه، چې په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم د سلاکار او د افغان سفير د ليدنې په اړه په اسلام اباد کې د افغان سفارت د چارواکيو نظر هم له ځان سره ولري، خو په پرله پسې هڅو سربېره څوک خبرو ته حاضر نه شول.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG