د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

هېګل:په عراق کې د اسلامي دولت ډله د امریکا ګټو ته خطر پېښوي


د امريکا د دفاع وزير ويلي دي چې؛ د اسلامي دولت ډله د امریکا ګټو ته ډېرلوی خطر پېښوي او دې ډلې ته بايد ماته ورکړل شي.

د دفاع وزيردغه خبرې له هغه وروسته وکړې چې د اسلامي دولت ډلې د يوه امريکايي خبريال جېمز فولي د سرغوڅولو ويډيو خپره کړه.

پرون په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې هېګل خبريالانو ته وويل، د اسلامي دولت ډله د پخوانيو تروريستو ډلو په څېرنه ده بلکه ښه په وسلو سمبال ده، ښه روزل شوي جنګيالي لري او ډېرې مالي مرستې ترلاسه کوي. ده زياته کړه:

″زه فکرنه کوم چې د سپتمبرپه يوولسمه يوه ورځ مخکې چا داسې فکرکاوه چې سبا يو لوی خطر را روان دی.

اوس له هغه راهيسې څو کاله کيږي. دا هېواد د داسې بريدونو لپاره په ښه توګه تيار دی او ترهګري د نړۍ لپاره نوې خبره نه ده. خو د سخت دريځو ټيکنالوژي، پيسې، وسايط او اسانتياوې ټول نوي او بدل دي.″

په دې خبري غونډه کې له هېګل سره، د امريکا لوی درستيز جنرال مارټين ډيمپسې هم وو.

ډيمپسې وويل: د اسلامي ډلې د تروريستانو پوره مخ نیوی امکان نه لري خو د تل لپاره د دې ډلې د له منځه وړلو لپاره دوی بايد په سوريه کې په نخښه شي.

ډيمپسې وويل، چې دی په سوريه کې د امريکا د هوايي بريدونو پېشنهاد نه کوي.

خو ده زياته کړه، چې د امريکا مخې ته ټول انتخابونه پراته دي. ده زياته کړه:

″د اوږدې مودې لپاره د سخت دريځې اسلامي دولت ډلې په نظريه کې د عراق او شام د اسلامي دولت جوړول شامل دي او په دې دولت کې لبنان، د اسرايل اوسنۍ سیمه، اردن، عراق، سوريه او کويت شامل دي.

که دوی خپل دا هدف ترلاسه کړي، دا به منځنی ختيځ په پوره توګه بدل کړي او د ناامني حالت به رامنځته شي چې موږ ته به په بېلابيلو طرٍيقو خطر پېښ کړي.″

دغه خبري غونډه له هغه وروسته وشوه چې؛ اسلامي ډلې د يوه امريکايي خبريال جېمز فولي د سرپرې کولو ويډيو خپره کړه.

پرون داهم څرګنده شوه چې اسلامي ډلې د جېمز فولي د راخوشې کولو په بدل کې د ۱۳۲.۵ میليونه ډالرو غوښتنه کړې وه.

هېګل وويل، چې د جېمزوژنه او د دې ډلې نور داسې کارونه ښيي چې دا ډله په عراق او نورو ځايونو کې د امريکا ګټو ته ډېرنژدې خطر ده.

هېګل وویل، چې دی خواشينی دی چې د کلانډيسټاين ماموريت ونه کړای شو چې د جېمز او نورو نيول شويو امريکایانو ژوند وژغوري. خوده وويل، چې د امريکايي وګړو د راخوشې کولو لپاره به له نرمۍ کار وانخلي.

اسلامي ډلې ګواښ کړی دی چې که امريکا خپل بريدونه ونه دروي، يو بل نیول شوی امريکايي خبريال به چې سټيفن جويل سوټلوف نوميږي، ووژني.

په زرګونو عراقي ملکيانو خپل کورونه له هغه وروسته پرې ايښي دي چې اسلامي ډله او سني پلويان يې د عراق په لويديځ او شمال کې مخ پر وړاندي روان دي.

د کډوالو نړېوالې ادارې د راپورله مخې، له هغه راهيسې چې د اسلامي دولت ډلې د جون په مياشت کې خپل يرغل پيل کړ، له نيم میليونه زياتو عراقيانو خپل کورونه پرې ايښي دي.

په همدې حال کې د عراق موظف شوی صدراعظم حېدرالعبادي عراقي مسيحيانو ته ويلي دي چې؛ دغه هېواد نه پريږدي. د ده په وينا مسيحیان د عراق مهمه برخه دي.

XS
SM
MD
LG