د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

د انتخاباتو اوږدې پروسې د ځینوخلکو پر ژوند ناوړه اغیز کړی


د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وايي چې؛ د انتخاباتو اوږدې پروسې یې د ژوند په ټولو چارو ناوړه اغیزه کړی.

دوي همدارنګه د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون او نړېوالې ټولنې غواړي چې د انتخاباتو روان کړکیچ ته د پای ټکی کیږدي.

د کابل ښار یو شمېراوسیدونکو ازادۍ راډيو ته وویل، چې د انتخاباتو نتایج باید ژر تر ژره اعلان شي.

په کابل کې یو شمېرخلک اندیښنه لري چې؛ د انتخاباتو بهیر د دوې په ژوند ناوړه اغیزه کړې.

دغو خلکو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، چې په دې پروسه کې ځنډ د دې لامل شوی چې اقتصادي او امنیتي ستونزې ورځ تر بلې زیاتې شي.د کابل ښار دوو تنو اوسیدونکو په دې اړه وویل:

″انتخابات زموږ په ژوند ډيره ناوړه ناوړه اغیزه کړې، خلک نا امیده شوي دي، ټول حیرانه دي چې دا انتخابات به کومه نتیجه ورکړي او کنه.″

″رایه خو موږ دې لپاره ورکړې وه چې؛ افغانستان او زموږ راتلونکی جوړ شي، خو دې لپاره نه چې زموږ اقتصاد او امنیت خراب شي.″

دوې همدارنګه د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون او نړېوالې ټولنې وغوښتل، چې د انتخاباتو روان کړکیچ پای ته ورسوي.

د تیرکال د سنبلې په میاشت کې کله چې د جمهوري ریاست کاندیدانو د نوم لیکنې بهیرپیل کړخلک هم هیله من و چې د حمل د شپاړسمې نیټې د انتخاباتو په نتیجه کې به نوی ولسمشر وټاکل شي.

خواوس چې د انتخاباتو له بهیره نژې یوکال تیریږي بیا هم د دې بهیرد برخلیک په اړه معلومات نشته.

د کابل ښار اوسیدونکي وايي چې؛ هیله لري چې د نوي ولسمشر په راتګ سره د دوی ستونزې حل او روان کړکیچ پای ته ورسیږي:

″زموږ کارو بار په ټپه دریدلی، څوک نشي کولای چې پانګونه وکړي کومې کمپنۍ چې په افغانستان کې فعالیت کاوه کار کوونکي يې کم کړي دي.″

″سهار نه تر مازیګړه موږ په دې تمه یو چې دا انتخابات به کله نتیجه ورکړي او د خلکو ژوند به عادي کیږي، اوس پیښمانه یو چې رایه مې ورکړې او په دې پروسه کې مې ګډون کړی.″

″د انتخاباتو په اړه خلک ډيرې اندیښنې لري، لومړنی تشویش دا دی چې د افغانستان برخلیک به څنګه شي.″

له دې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي، افغان حکومت او نړېوالې ټولنې هم ټينګارکړی چې ژرترژره باید د جمهوري ریاست انتخابات اعلان شي.

افغان ولسمشرحامد کرزي هم ویلي، چې د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو نتیجې باید د اګست تر پایه اعلان شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم هیله ښيې چې ترراتلونکو دوو اونیو پورې به د رایو د تفتیش بهیرپای ته ورسیږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG