د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

بریدلف: که تړون لاسلیک نه شي، ټول نړېوال ځواکونه به له افغانستان ووځي


د ناټو یو لوړ پوړی جنرال وایي، که چېرې د واشنګټن او کابل ترمنځ امنیتي او دفاعي سند لاسلیک نه شي، ټول بهرني پوځیان به له افغانستانه ووځي.

په اروپا کې د ناټو لوړ پوړي قومندان فلیپ ام برید لف ( Philip M.breed love) ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې له افغان ځواکونو سره د ناټو مرسته او همکاري هم د دې سند په لاسلیک پورې تړلي دي.

دا په داسې حال کې، ده چې د افغانستان د جمهوري ریاست دواړو مخکښو کاندیدانو ژمنه کړې، چې د بریالي کیدو په صورت کې به له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کړي.

د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند د نه لاسلیکیدو د عواقبو په اړه د امریکا د لوی درستیز له څرګندونو سره سم د ناټو یو لوړ پوړی جنرال خبرداری ورکوي، چې که دا سند لاسلیک نه شي، ټول بهرني پوځیان به له افغانستان ووځي.

په اروپا کې د ناټو لوړ پوړي قومندان فلیپ ام برید لف ( Philip M.breed love) وایي، د امنیتي سند لاسلیک په افغانستان کې د ناټو راتلونکو همکاریو او ملاتړته زمینه برابروي.

جنرال برید لف ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د ناټو راتلونکې مرستې هم د دې سند په لاسلیک پورې تړلې دي:

″که چېرې امنیتي سند لاسلیک نه شي او زمینه برابره نه شي، بیا به نو دلته د ملاتړ کوم ګټور ماموریت هم نه وي، په دې صورت کې زموږ ځواکونه مجبوریږي، چې خپلو هېوادونو ته ولاړ شي.″

د ناټو دغه جنرال دا څرګندونې په اسې حال کې کوي، چې له دې وړاندې د امریکا لوی درستیز مارټین ډیمپسي، ویلي وو، که د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي سند لاسلیک نه شي او د انتخاباتو لانجه نوره هم اوږده شي، نو واشنګټن پلان لري، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د محدود وخت لپاره په افغانستان کې عسکر پریږدي.

مارټین دیمپسي ویلي، که امنیتي سند لاسلیک نه شي او د امریکایي سرتیرو د وتلو ضرورت پیښ شي، دوی به په څلورو میاشتو کې ټول عسکر او تجهیزات له افغانستان وباسي.

په همدې حال کې په اروپا کې د ناټو لوړ پوړی قومندان فلیپ برید لف هم له امریکا سره د امنیتي سند لاسلیکیدل مهم بولي او وایي، چې دا به د ناټو راتلونکي روزنیز ماموریت ته لاره هواره کړي:

″که چېرې موږ د دې موافقې لاسلیک ته ورسیږو، موږ په افغانستان کې د ملاتړ یوه ثابته ماموریت ته ژمن یو، په دې ماموریت کې د افغان ځواکونو ملاتړ، روزنه او مشوره شامل دي، دا ماموریت به د سږ کال په پای کې پیل او تر راتلونکي کاله به دوام پیدا کړي.″

که څه هم ولسمشرحامد کرزي، د دې لپاره چې د افغانستان شرطونه د امریکا له خوا ونه منل شول له واشنګټن سره د امنیتي سند لاسلیکیدل رد کړ، خو د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ویلي، چې د بریالي کیدو په صورت کې به دا سند لاسلیک کړي.

په کابل کې د امریکا سفیرجیمزکننګهم هم څو ورځې وړاندې وویل، چې د افغانستان نوی ولسمشربه د کارله پیلیدو سره سم له دوی سره امنیتي سند لاسلیک کړي.

له دې مخکې د امریکا ولسمشربارک اوباما ویلي، که افغان حکومت ورسره امنیتي سند لاسلیک کړي، له ۲۰۱۴ کال وروسته به د ۲۰۱۶ تر وروستیو ۹۸۰۰ عسکرپه افغانستان کې پاته شي او د ۲۰۱۷ په اوایلو کې به د دې هېواد یوازې ۱۰۰۰ عسکرپه افغانستان کې موجود وي، چې د سفارتونو او قونسلګریو ساتنه به یې کوي.

خو لاهم په دقیقه توګه معلومه نه ده، چې د افغانستان نوی ولسمشربه له امریکا سره امنیتي سند لاسلیک کړي او که به د ولسمشرحامد کرزي په څیر یو شمېرشرایط ورته وړاندې کړي.

راپور: اسدالله ″لودین″

XS
SM
MD
LG