د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

"ولسمشر کرزی د ناټو په غونډه کې برخه نه اخلي"


د افغانستان ولسمشر به راتلونکې اوونۍ د ناټو په غونډه کې برخه نه اخلي. د ولسمشر د وياند په وينا، جمهور ریيس دې غونډې ته ځکه نه ځي چې؛ د ۲۰۱۴م کال تر پايه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان امنيتي ځواکونو د اړتياوو پر سر له واشنګټن سره ځيني مخالفتونه لري.

په وېلز کې د سپټمبر په ۴مه او ۵مه نېټه د ناټو هيوادونوغونډه کيږي. په دې غونډه کې به تعين شي چې؛ په راتلونکي کې به افغان امنيتي ځواکونه څومره مرستې تر لاسه کوي.

د ناټو هيوادونه غواړي په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره خپل يو شمېر پوځيان پريږدي. خو د دې کار لپاره د کابل د حکومت اجازې ته اړتيا لري چې؛ ولسمشر کرزي ځيني ډډه کړې ده.

د ولسمشر وياند ايمل فیضي رويټرز خبري اژانس ته ويلي دي:

"په افغانستان کې له ۲۰۱۴م کال وروسته د ناټو او امريکايي ځواکونو د حضور په هکله د ولسمشر د نظر او دريځ له کبله، دی (ولسمشر کرزی) وېلز ته نه ځي. د ده په شرطونو کې هيڅ تغير نه دی راغلی."

ده زياته کړه چې، ښاغلي کرزي د ناټو هېوادونو د غونډې بلنې ته په ځواب کې ويلي دي؛ چې په دې غونډه کې به يا د هیواد راتلونکی ولسمشر او یا د اوسني حکومت يو چارواکی برخه واخلي.

له واشنګټن سره د ولسمشر کرزي اړيکې په دې ورستیو کې خرابې شوي دي. ښاغلي کرزي له امریکا سره د امنيتي تړون له لاسليک کولو څخه ډډه وکړه او بهرنيو ځواکونو ته يې اجازه ورنه کړه چې؛ له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې پاته شي. ده د دې کار لپاره ځيني شرطونه درلودل.

په دې شرطونو کې د افغانانو پر کورو د نظامي عملياتو بندول، له طالبانو سره روغه جوړه کول او په ګوانټانامو زندان کې بندي افغانانو راخوشي کول شامل دي.

د ښاغلي کرزي له خوا د دې تړون د نه لاسليک کولو پريکړې ځيني افغانان د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي. دا ځکه چې همدا شان يو بل تړون له ناټو ځواکونو سره بې لاسليکه پاتې دی او له همدې کبله، ممکن د روان کال تر پايه ټول ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د افغانستان درې لکه او پنځوس زره امنيتي ځواکونه اوس مهال د ۶ مليارده ډالرو په لګښت فعاليت کوي چې؛ زياته برخه يې د بهرنيو هيوادونو په مالي مرسته پوره کيږي. که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي؛ د مرستندويه هېوادونو له خوا د مالي مرستو ژمنې به هم ښايي عملي نه شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د جون له ټاکنو وروسته ويلي دي چې؛ که بريالي شي، امنيتي تړون به لاسليک کړي. خو دوی د ټاکنو د نتايجو پر سر په لانجه اخته دي او د نوي ولسمشر ټاکل به څو اوونۍ نور وخت واخلي.

په کابل کې چارواکو ويلي دي چې؛ کېدای شي، د دفاع وزير د ناټو هيوادونو په غونډه کې برخه واخلي. خو د افغانستان حکومت د دې خبرې تاييد نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG