د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

نواز شريف: د قانون او پارلمان د برلاسۍ پر سر هېڅ ډول جوړجاى نه کوو


د پاکستان صدراعظم نواز شريف وايي، چې په هېواد کې به د يموکراسۍ او د قانون د برلاسۍ پر سر هېڅ ډول جوړجاړى ونه کړي او که چيرې څوک په دې کې د خنډ اچولو هڅه وکړي، نو ټول سياسي ګوندونه به يې په ګډه مخنيوى وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د پاکستان پارلمان ددې هېواد دوه سوه ميليونو وګړو منتخب پارلمان دى او د يو څو کسانو د شخصي غوښتنو لپاره بايد د ميليونونو وګړو رايې ته سپک ونه کتل شي.

نواز شريف دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د ملي پارلمان غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.

د پاکستان صدراعظم په داسې حال کې د پاکستان پارلمان ته وينا کوي، چې په دې هېواد کې د عمران خان او طاهر القادري په مشرۍ د حکومت دوو مخالفو سياسي ګوندونو پراخې مظاهرې پيل کړي او له خپلو زرګونو پلويانو سره يوځاى د پاکستان د پارلمان مخې د احتجاج په توګه راغونډ دي، د نواز شريف د استعفا او د پارلمان په ګډون د ټولو اسامبلو د منحلولو غوښتنه کوي.

خو نواز شريف پارلمان ته پخپلې وينا کې وويل، چې په پاکستان کې به د ديموکراسۍ او د د قانون برلاسي دوام ولري هېڅوک دا حق نه لري، چې په دې کې خنډ رامنځته کړي:

"په پاکستان کې به د قانون د برلاسۍ دا سفر په برياليتوب روان وي او که چيرې څوک په دې کې د خنډ اچولو هڅه وکړي، نو موږ ټول [سياسي ګوندونه] به يې په ګډه مخنيوى او احتساب وکړو."

نوموړي همداراز د اپوزيسيون په ګډون د هغو ټولو سياسي ګوندونو د هغې پريکړې هرکلى وکړ، چې په اوسنيو سياسي شرايطو کې يې د پارلمان او ديموکراسۍ د دوام لپاره د نواز شريف د حکومت ملاتړ اعلان کړى دى.

دا په پاکستان کې په دې وروستيو کې د رامنځته شويو سياسي ناندريو وروسته، ددې هېواد ملي پارلمان غونډې ته د نواز شريف لومړۍ وينا ده.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف او د طاهر القادري په مشرۍ د عوامي تحريک ګوندونو په دې وروستيو کې تر هغې وروسته په پايتخت اسلام اباد کې د حکومت ضد پراخې مظاهرې پيل کړې، چې د دوى په وينا د نواز شريف مسلم ليګ ن ګوند په تېرو ټاکنو کې پراخه درغلي کړې او له غېر قانوني لارې واک ته رسېدلى.

دوى د نواز شريف حکومت فاسد بولي او همداراز د انتخاباتي اصلاحاتو او نويو انتخاباتو غوښتنه کوي.

بل خوا نواز شريف پخپلې وينا کې وويل، موږ ټول غواړو چې په هېواد کې انتخاباتي اصلاحات وشي، چې د همدې هدف لپاره مو له ټولو ګوندونو سره تر سلا مشورو وروسته يوه کومېټه جوړه کړې او پر کار يې پيل کړى.

هغه همداراز زياته کړه، چې وروستيو سياسي ناندريو ددې هېواد اقتصاد ته ستر مالي زيانونه اړولي او پاکستان يې د پرمختګ له لارې په شا تمبولى:

"په دې وروستيو ناندريو کې د پاکستان اقتصاد ته ستر زيان رسېدلى دى، د روپۍ ارزښت راټيټ شوى، چې له امله يې ډېرى سوداګرو ته سخت مالي زيانونه اوښتي . ددې ترڅنګ بهرنيو سوداګرو هم دې هېواد ته سفرونه ځنډولي."
د پاکستان صدراعظم نواز شريف دا وينا په داسې حال کې کړې، چې د عمران خان او طاهر القادري له خوا د هغه د حکومت پرضد مظاهرې لا هم دوام لري او عمران خان تېره شپه خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال وويل، چې نن به له حکومت سره د وروستي ځل لپاره مذاکرات وکړي او که چيرې غوښتنې يې ونه منل شوې، نو بيا به خپل راتلونکې کړنلار اعلان کړي.

عمران خان د نواز شريف له حکومت څخه شپږ غوښتنه لري، چې لومړى يې د صدراعظم نواز شريف استعفا او د نويو انتخاباتو ترسره کول دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG