د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

انوري: کډوالو ته د کورونو جوړولو هڅې تیزې شوي دي


 د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري
د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري

که څه هم له ایران او پاکستان څخه راستانه شوې افغانان، د بې کورۍ ستونزه، تر نورو ستونزو عمده ګڼي، خو چارواکي وایي، راستنو شوو او بې ځایه شوو کورنیو ته یې د کورونو د جوړولو په پروګرام کار پیل کړی دی.

دا څرګندونې د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري د چهارشنبې په ورځ د کابل په اتمه ناحیه کې پر بیځایه شویو او بیوزلو کورنیو د مرستو د ویشلو پرمهال وکړې.

ښاغلي انوري وویل، د راستنو شویو کورنیو لپاره ځمکه په پام کې نیول شوې؛ د بودجې ژمنې هم شوي او د ښار جوړوونې وزارت هڅې تیزې کړي؛ څو په لږه موده کې یې نقشه بشپړه کړي:

"د افغان کډوالو لپاره چې له ګاونډیو هیوادونو نه راستانه شوي؛ د کورونو د جوړولو په یوې پروژه کار کوو؛ د دې پروژې د دېرشو میلیون ډالرو ژمنه هم سعودي عربستان کړې ده؛ نقشه یې بشپړېدو ته نږدې ده؛ دې پروژې ته مو د کابل د باریکاب سیمه په پام کې نیولې ده."

د کډوالو چارو وزارت په د ې ورځ، په څه کم یو زرو دوه سوه راستنو شویو کورنیو باندې چې؛ په خیمو کې اوسیږي، خوراکي او نور ضروري مواد وویشل.

په دې موادو کې اوړه، غوړي، بوره، چای او د کور د ضرورت وړ نور لوازم شامل وو چې؛ د سعودي عربستان په دوه میلیونه ډالرو وړیا مرستې برابر شوي دي.

د دې وزارت چارواکو وویل، ورته مرستې به د کابل ښار پر د یارلسو ناحیو سربیره، په شپږو ولایتونو، کندز، هلمند، هرات، بلخ، ننګرهار او جوزجان کې هم پر بیځایه شویو کورنیو وویشل شي.

په افغانستان کې د سعودي عربستان د سفارت کونسل محمد سلیمان وویل؛ له افغان کډوالو سره به د دوی دغه مرسته وروستۍ مرسته نه وي.

د دې مرستو ترلاسه کولو ته راټول شویو ځینو کورنیو ازادي راډیو ته وویل؛ حکومت ورسره په دوه زره لومړي میلادي کال کې د کورونو ژمنه کړې وه؛ خو تراوسه هم د کورخاوندان شوي نه دي:

"۱- زما نوم ظاهر دی. د کندز له ولایته د جنګونو، طالبانو او بیکارۍ له لاسه دلته راغلی یو؛ کور نه لرو، خوراکي مواد نه لرو، درمل نه لرو، حالات مو ډیرخراب دي.

۲- زما نوم صالحه دی. موږ له پاکستان نه راغلي یو، کورونه نه لرو، په دې خیمو کې مو اړولي دي، زامن مې بېکاره دي، میړه مې معیوب دی، هیڅ نه لرو، هیله ده موږ سره مرستې وشي."

په افغانستان کې بې کوري په یوې لويې ستونزې اوښتې او سربیره پردې

د چارواکو د معلوماتو له مخې اوسمهال په ټول هېواد کې کابو څلورلکه کورنۍ د جنګونو او یا د اقتصادي ستونزه له امله له خپلو اصلي سیمو څخه بیځایه شوي او په لویو ښارونو کې په خیمو او زړو کنډوالو کې اوسیږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG