د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

د افغانستان د غوره لیګ په نوم د فوټبال سیالۍ پيلیږي


په پام کې ده چې د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د فوټبال د غوره لیګ سیالیو لوبې پیل شي.

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مسئولینو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د فوټبال دا سیالۍ یوه لویه لاسته راوړنه ده.

په عین وخت کې د دې لیګ کمشنر وایي، چې سږ کال د فوټبال په غوره سیالیوکې مثبت بدلونه راغلی دی.

د تیرو کلونو په څیر سږ کال بیا هم د اوړي موسم له پاې ته رسیدو سره د افغانستان د غوره لیګ په نوم د فوټبال سیالۍ پيلیږي.

د افغانستان د فوټبال د فډراسیون ريیس یوسف کارګر د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، د فوټبال د دې سیالیو هدف، ورزش ته د ځوانانو هڅول او د د دوې ترمنځ د ملي یووالی ټینګول دي.

ښاغلی کارګر وویل، د فوټبال همدغه سیالۍ د دې سبب شوي چې دا ورزش پرمختګ وکړي:

″د ځانګړو ظرفیتونو په لوړولو کې یي په وروستیو دووکلونو کې ښه کارونه کړي دي.

موږ غواړو فوټبال ته داسې بنسټونه کښیږدو چې په راتلونکي نورې لاسته راوړنې هم ولرو.″

د فوټبال د غوره لیګ سیالو لوبې هر کال د ځوانانو د ورزشي فعالیتونو د ډیریدو په هدف په کابل ښارکې کېږي.

په عین وخت کې د دې سیالیو کمشنرشفیق ګوهري وایي، دغو سیالیو ته یې له ازبکستانه اوه او له تاجکستانه یو روزونکې بللی څو افغان روزونکو سره مرسته وکړي چې په دې برخه کې یې ظرفیتونه لوړ شي.

ګوهري وویل، د فوټبال د تیرکال د ورته سیالیو وروسته یې، د سږکال سیالۍ د دې لپاره پیل کړې چې د دې سیالیو په اتو ټیمونو کې یو شمېرنوي لوبغاړي، شامل کړي:

″شاوخوا اته سیمه ییز تورنمټونه مو لرل، له دوې څخه موږ وکړاې شول غوره لوبغاړي انتخاب کړو او بیا وتوانیدو چې له شپږویشتو غوره شویو څخه یوویشت انتخاب کړو.″

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ، درې کاله د مخه د یو شمېرافغاني شرکتونو په مالي مرسته پیل شو.

ویل کېږي چې؛ دغه سیالۍ به په هېواد کې د فوټبال د لوبې له پراختیا او په دې برخه کې د ځوانانو له توانمندۍ سره مرسته وکړي.

د ورزش پوهان هم په دې نظر دي چې د فوټبال دا سیالۍ کولای شي چې په ځوانانو کې دغه ورزش لا دود او پرمخدرو موادو یې له روږدیدو وساتي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG