د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

يان کوبيش له پاکستانيو چارواکيو سره د افغانستان په اړه غږېدلى


د افغانستان لپاره د ملګري ملتونو ځانګړى استازى يان کوبيش له پاکستانيو چارواکيو سره د افغانستان او سيمې د سياسي وضعيت په اړه غږېدلى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت له خوا د پنجشنبې په ورځ په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د افغانستان لپاره د ملګري ملتونو ځانګړي استازي د چهارشنبې په ورځ په پايتخت اسلام اباد کې په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم له سلاکار سرتاج عزيز سره کتلي او د افغانستان په ټاکنو کې يې ورسره د ملګرو ملتونو په رول او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړي.

سرتاج عزيز په دې ليدنه کې يو ځل بيا د خپل هېواد پر هغه موقف ټينګار کړى، چې امن، باثباته او يو موټى افغانستان، تر ټولو زيات د پاکستان په ګټه دى.

عزيز همداراز په افغانستان کې د واک سوله ييز لېږد ددې هېواد لپاره مهم وباله او هيله يې څرګنده کړه، چې د ولسشمريزو ټاکنو د دواړو کانديداتو ترمنځ د ملي وحدت د حکومت د جوړولو پرېکړه به افغانستان لا پياوړى او متحد کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازى په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو پر سر د دوو کانديدانو ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله د ټيمونو شخړې روانې دي او دواړه خواوې لا تر دې دمه کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.

يان کوبيش همداراز د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت له سکرتر چوهدري اعزاز سره هم کتلي د سيمې، په ځانګړې توګه د افغانستان په سياسي وضعيت يې خبرې کړي دي.

چوهدري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړ، چې پاکستان به د افغانستان د سياسي ثبات او د سيمې د اقتصادي پرمختګ لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

نوموړي همداراز له يان کوبيشه غوښتي، چې ملګري ملتونه او نړېواله ټولنه دې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره مساعد شرايط برابر کړي، څو دوى خپل هېواد ته ستانه شي.

پاکستانيو چارواکيو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په دې وروستيو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ يو ځل بيا د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې په ګډه پوله د ترورېستي پېښتو د ډېر والي له امله ناندرې رامنځته شوي.

افغان دولت همداراز وايي، چې پاکستاني ملېشه په دې وروستيو کې د پاکستان له خاورې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان د کونړ ولايت پر بېلابېلو والسواليو توغندي وروي، چې له امله يې تر دې دمه لسګونه کسان وژل شوي او سلګونو نورو خپل کورونه پرېښې دي.

خو پاکستان بيا دا نه مني او وايي، که چيرې له افغان دولت سره داسې شواهد وي، چې پاکستان يې پر خاوره توغندي وروي، نو دوى ته دې وسپاري.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو بريدونه په داسې حال کې ډېر شوي، چې پاکستانيو ځواکونو په قبايلي سيمو کې پوځي عمليات پيل کړي او ادعا کوي، چې په دې کې يې د حقاني شبکې د وسله والو په ګډون سلګونه وسله وال وژلي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG