د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

عابد: سرله جمعې سعودي ته د حاجیانو د لیږد بهیر پيلیږي


د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وایې، سرله جمعې( سبا) څخه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږد بهیر پيلیږي.

د دغه وزارت مسولینو د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل، چې د حاجیانو د لیږد لپاره یې لازم چمتوالی نیولی دی.

په همدې حال کې د ملکي هوایې چلند خپلواکه اداره وایي، چې د حاجیانو د انتقال بهیربه له څلورو هوایې ډګرونو څخه ترسره شي.

د حج او اوقافو وزارت وایي، حج ته د څلورویشت زره تلونکو افغان حاجیانو له ډلې یې تراوسه پنځلس زرو ته د حج ویزې ویشلي.

د دغه وزارت اداري مرستیال داعي الحق عابد د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږلو بهیربه سرله جمعې د دریو کورنيو هوایې شرکتونو له خوا پيل شي.

ښاغلي عابد وویل، سږکال د حج د پروسې لپاره د نورو کلونو په پرتله ښه تدابیر نیول شوی:

″خوشبختانه د حج د پروسې لپاره چې موږ کوم تدابیر نیولي وه، موږ د پلان له مخې پر مخ ځو.

سبا د جمعې په ورځ زموږ الوتنې پیلیږي.

لومړی الوتنه د صافي شرکت له خوا له کابله د سهار په دوو بجو پیلیږي.″

نوموړي وویل، ټاکل شوې سږکال څلورویشت زره افغان حاجیان سعودي عربستان ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره واستول شي.

ښاغلي عابد دغه راز وویل، چې د حج او اوقاف وزارت په دې برخه کې له اریانا، صافي او کام ایر شرکتونو سره قرار داد کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې؛ د حج د پروسې مصارف هم له درې زره پنځه ویشتو ډالرو نه دوه زره اووه سوه ډالرو ته راکم شوي.

ده هیله څرګنده کړه چې؛ د حاجیانو د لیږد بهیر به په دریو اونیو کې بشپړ شي.

په همدې حال کې د ملکي هوایي چلند اداره وایې، سعودي عربستان ته د حاجیانو د انتقال بهیر د هېواد له څلورو هوایي ډګرونو څخه تر سره کېږي.

د دغې ادارې ویاند قاسم رحیمي په دې هکله ازادۍ راډیوته وویل:

″د هېواد څلور نړېوال هوایي ډګرونه لکه، د کابل، مزار شریف، کندهار او هرات نړېوال هوایې ډګرونه له تخنیکي اړخه او د خدماتو د وړاندې کولو له پلوه د زیارت کوونکو لیږلو ته چمتو دي.″

ښاغلي رحیمي وویل، سعودي عربستان د دغې ادارې په غوښتنه پرهغو الوتکو هم بندیز لري کړی، چې له پنځه ویشتو کلونو زیاتې چلیدلي دي.

یو شمېرحاجیان بیا چې د کابل په عیدګاه جومات کې سره راټول شوي وو، سعودي عربستان ته له تلو څخه خوشحاله ښکاریده او هیله یې څرګنده کړه چې د دوي سفر پرته له کومې ستونزې تر سره شي:

″سږ کال د نورو کلونو په نسبت د حاجي صاحبانو لپاره ډیر ښه خدمات برابر شوی او د حج د مناسکو لپاره هم ښه درس ورکړل شوی.

- موږ غواړو د حج او اوقافو وزارت په خپلو ژمنو عمل وکړي او هغه پوره کړي.″

یوه ستونزه چې افغان حاجیان یې تل په اړه شکایت کوي، هغه سعودي عربستان ته حج کوونکو د لیږد او رالیږد په برخه کې د پروازونو ځنډ دی.

خو حکومت وایي، د هرکال په تیریدو سره د دوي تدابیر ښه کېږي او سږ کال به د تیرو کلونو ستونزه موجوده نه وي.

XS
SM
MD
LG