د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

محسني: له ۲۵شکایتونو څخه یواځې دوه مورده د اعتباد وړ دي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ۷۲ محلونو رایو د باطلولو په اړه د پنځه ویشتو ثبت شوو شکایتونو له جملې څخه یواځې دوه مورده د اعتبار وړ وبلل.

د دې کمیسیون ویاند نادرمحسني د پنجشنبې په ورځ د تحول او تداوم ټيم شکایتونو د څيړلو په اړه په جوړه شوي علني غونډه کې وویل، د دې ټيم پاتې درویشت نور شکایتونه د د رایود باطلولو له معیارونو سره مطابقت نه لري.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ریس عبدالستار سعادت له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې که د خپلو شکایتونو په اړه جدي او موثق دلایل نه لري د شکایتونو له ثبتولو دې ډډه وکړي.

وروسته له دې چې د تحول او تداوم انتخاباتي ټيم د ۷۲ محلونو د رایو د باطلولو په اړه پنځه ویشت مورده شکایتونه د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون سره ثبت کړل، دې کمیسیون له دې ټولو شکایتونو څخه یوازې دوه د اعتبار وړ وبلل.

د باطلوشوو محلونو په اړ د شوو شکایتونو د څیړلو علني غونډه د پنجشنبې په ورځ پیل شوه چې په کې ټولو ثبت شوو شکایتونو ته رسیدګي وشوه.

د دې کمیسیون ویاند نادرمحسني د شکایتونو له څيړنو څخه وروسته د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وروستۍ پریکړه داسې اعلان کړه:

″د پنځه ویشت محلونو له جملې څخه چې په اړه یې شکایتونه ثبت شوي وه د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په ډيردقت د رایو د باطلولو د ټولو معیارونو په نظر کې نیولو سره دوه مواردو ته اعتبار ورکړ او په نورو مواردو کې ېې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پریکړه تایید کړه.″

ښاغلي محسني وویل، د اویا نورو محلونو د باطلولو پریکړه پرځای پریکړه ده او په دې برخه کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تصمیم تاییدوي.

په دې اړه چې دا دوه محلونه څومره رایې لري او یا په کومو ولایتونو پورې اړه لري د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چارواکو څه جزیات ورنه کړه، خو ویې ویل چې په دې اړه معلومات ورکول د انتخاباتو خپلواک کمیسیون صلاحیت دی.

وروسته له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د تیرې دوشنبې په ورځ د رایې د باطلولو په پروسه کې د دوه اویا محلونو رایې باطلې اعلان کړې د تحول او تداوم انتخاباتي ټيم د چهارشنبې په ورځ د دې پریکړې په خلاف پنځه ویشت شکایتونه ثبت کړل.

د دغو دوه اویا محلونو د رایو د ابطال په اړه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم کوم شکایت نه دی ثبت کړی.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتون کمیسیون ریس عبدالستارسعادت په دې علني غونډه کې د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو څخه وغوښتل چې د موثقه او جدي دلایلو د نه لرلو په صورت کې دې د شکایتونو له ثبتولو ډډه وکړي:

″د دواړو کاندیدانو څخه زموږ هیله دا ده چې که مشخص جدي دلایل ونه لري نو په اسانۍ سره دې په ډيرو وړو مسایلو شکایتونه ځکه نه ثبتوي چې دا پروسه د دوی د استازو، زموږ او د نړېوالې ټولنې په موجودیت کې ترسره کېږي،نو باید د شکایتونو په ثبت کې ډير دقت وشي.″

د ناپاکو رایو د باطلولو پروسه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له خوا د دوشنبې په ورځ په علني ډول پیل شوي ده.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هغه وخت د دواړوانتخاباتي ټيمونو څخه غوښتي وه چې که د کومو محلونو رایو د باطلولو په اړه شکایتونه لري نو د موثقه اسنادو او دلایلو سره دې تر څلورویشتو ساعتونو پورې له دوی سره ثبت کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د تقلبي رایو د ابطال بهیر روان دی او د چهارشنبې په ورځ هم دې کمیسیون د دریو نورو محلونو رایې باطلې کړې.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG