د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

م.م: د ټولو رایو د تفتیش بهیر به د وږي په ۱۱مه پای ته ونه رسېږي


ملګري ملتونه وايي چې؛ د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د ټولو رایو د تفتیش بهیر به د وږي په یوولسمه نېټه پای ته ونه رسېږي.

افغان چارواکو له دې مخکې ویلي و، چې نوی ولسمشر به د وږي یا سنبلې په یوولسمه لوړه وکړي خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې ویلي، چې دا بهیر ښايي له ټاکل شوې نېټې څخه څه باندې یوه اونۍ زیات وخت واخلي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی وايي، چې د ټولو رایو تفتیش د وږي یا سنبلې تر یوولسمې نېټې پای ته نه رسېږي.

یان کوبیش دا څرګندونې له ولسمشرحامد کرزي سره په کتنه کې وکړې ویې ویل، چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د ټولو رایو د تفتیش بهیر په ښه ډول پر مخ روان دی خو د روان کال د وږي د میاشتې تر یوولسمې نېټې چې افغان چارواکو د نوي افغان ولسمشر د لوړې لپاره ټاکلې ده، د دې بهیر پای ته رسېدل ممکن نه دي.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې وايي چې ښاغلي کوبیش په دې کتنه کې د رایو د تفتیش د بهیر د پرمختګ په اړه افغان ولسمشر ته معلومات ورکړل.

په کابل کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر- یوناما ویاند نظیف الله سالارزی وايي، له یان کوبیش سره د کتنې غوښتنه ولسمشرکرزي کړې وه څو د رایو د تفتیش د بهیر په اړه معلومات ترلاسه کړي.

سالارزي ازادۍ راډيو ته وویل د یوناما مشر له افغان ولسمشر سره په کتنه کې څرګنده کړه چې ښايي د ټولو رایو د تفتیش بهیر له ټاکل شوې نېټې څه باندې یوه اونۍ زیات وخت ونیسي او د وږي تر نولسمې یا د سپټمبر ترلسمې نېټې پورې پای ته ورسېږي:

"که د دې تفتیش کچه په نظر کې ونیول شي چې بېسارې کچه ده او سل په سلو کې تفتیش ترسره کېږي او کوم معلومات چې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون او په خپله د ملګروملتونو د متخصصانو له خوا چې په دې پروسه کې سرپرستي کوي وړاندې شوي ښاغلي کوبیش ښاغلي ولسمشر ته ویلي چې دا قوي او معتبر تفتیش وخت ته اړتیا لري نو کېدای شي د سپټمبر د لسمې شاوخوا دا تفتیش بشپړ شي."

افغان چارواکو مخکې ټینګار کاوه چې د افغانستان نوی ولسمشر په هرصورت باید د وږي یا سنبلې په یوولسمه نېټه لوړه وکړي.

ولسمشرکرزي د تېرې سه شنبې په ورځ له دواړو کاندیدانو سره وکتل او پر همدې موضوع یې خبرې ورسره وکړې خو له غونډې وروسته د عبدالله عبدالله ټیم د دې کار لپاره د سپټمبر دوهمه غیرعملي نېټه وبلله او د اشرف غني احمدزي ټیم هیله وښوده چې دا مهلت بیا ونه ځنډېږي.

د نوي افغان ولسمشر د لوړې لومړۍ نېټه د تېرې اګست میاشتې دوهمه وه خو دا نېټه وروسته له هغه وځنډول شوه چې ملګروملتونو د ټولو رایو د تفتیش لپاره له ولسمشرکرزي څخه په یوه لیک کې د یوې بلې میاشتې لپاره د دې مراسمو د ځنډولو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG