د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

خوست: افغانان غواړي ډېر ژر نوی ولسمشر اعلان شي


نجیب الله الوخېل

د خوست شیخ زاید پوهنتون استادان وايي، چې د ټاکنو د تفتیش او رای شمېرنې اوسنۍ اوږدې پروسې د افغانستان سیاست، اقتصاد او تحصیلي بهیر ته دروند زیان اړولی دی.

د دوی په وینا تر دې وروسته که د ټاکنیزو ډلو هر لوری دې بهیر سره پریکون اعلانوي او یا غواړي دا مسله نوره پسې وغځوي دا کار د ملي ګټو سره په تضاد کې دی او دوی يې په کلکه غندنه کوي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون یو شمېر استادانو چې د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال په یوه خبري ناسته کې د رایو د تفتیش او شمیرنې د بهیر په اړه خبري کولې، په دواړو ټاکنیزو ټیمونو غږ وکړ، چې د یو سالم جوړ جاړي له لارې دې، دې نامالوم او مبهم حالت ته د پای ټکی کېږدي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون مرستیال اسدتڼي وویل، چې د افغانستان خلک د رای شمیرنې اوسني حالت او جنجالونو نه ستړي شوي، افغانان غواړي ډېر ژر نوی ولسمشر اعلان شي او په سوله او امنیت کې ژوند وکړي:

((زموږ د نن ورځې مطبوعاتي کنفرانس هدف داوو، چې د ټاکنو کوم روان کړکیچ چې په افغانستان کې رامنځته شوی دی، افغانستان خلک يې تر دې زیات د اوږدیدو زغم او حوصله نه لري، موږ په دواړو ټاکنیزو ټیمونو غږ کوو، چې نور دې جوړجاړی سره وکړي او د افغانستان خلک دې نور په تمه نه کینوي، د دوی ناندری چې د ټاکنو په باب روانې دي، د افغانستان اقتصاد ته، د افغانستان سیاست ته او د افغانستان تحصیلي بهیر ته يې دروند زیان اړولی دی، اوس چې هر څوک غواړي، دا پروسه تمدید کړي یا يې پسې وغځوي، یا د پروسې سره بایکاټ اعلانوي، دا د ملي ګټو پرضد دي، موږ هر څوک چې د ملي ګټو پر ضد اقدام کوي، هغه غندو او غواړو چې په افغانستان کې نور سوله او امنیت راشي او د افغانستان خلک خپلو کارونو ته وزګار شي.))

د کنفرانس یو تن ګډونوال استاد ګل سلیم شرافت په خپلو خبرو کې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې د ځنډ له کبله یو شمېر مهمو امنیتي مسلو ته اشاره وکړه او ویې ویل، په ځینو ولسوالیو او سیمو کې افغان امنیتي ځواکونه د محاصرې په حالت کې دي، هغوی ته وسلې او خوراک نه ورسیږي او په ډېره بیړه د ناامنیو لمن د افغانستان هر لوري ته په خوریدو ده.

ګل سلیم شرافت غوښتنه وکړه، چې باید ټول افغانان د خپل هېواد په راتلونکې باورمند شي، موجدو فزیکي او رواني فشارونو نه راویستل شي او دې حالت ته د پای ټکی کېښودل شي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون یو تن محصل ضیاالرحمان تنها په خپلو خبرو کې بیا په دې خواشیني څرګنده کړه، چې دا ډول کارونه خلک د ولسواکۍ په بهیر بې باوره کوي، د راتلونکي حکومت موقف او اعتماد ته زیان اړوي او نوی حکومت نه شي کولای په ځواکمنتیا د هېواد د پرمختګ، ټیکاو او ښې حکومتوالی د رامنځته کولو له پاره کار وکړي:

((په افغانستان کې ټاکنې وشوې، پایلې به يې اعلان شي، خو ګټونکي به يې خوشاله نه وي او بایلونکی به يې خفه نه وي او عوام به يې دې حالت حیران، حیران وي.))

یاده دې وي، څو ورځې وړاندې د خوست شیخ زاید پوهنتون استادانو ولسمشر حامدکرزي سره په کتنه کې هم د ټاکنو د پایلو په اعلان کې د ځنډ له کبله خپلې او د خلکو انديښنې شریکې کړې وې.

ولسمشر په یاده کتنه کې د شیخ زاید پوهنتون استادانو ته ډاډ ورکړی وو، چې د انتخاباتو پایلې به په ټاکلي وخت اعلان شي او د ټاکنو د پایلو په اعلان کې به ځنډ او یا داسې نورې خبرې چې د ټاکنو د نتایجو په اعلان اغېز پریباسي ونه مني.

XS
SM
MD
LG