د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

پاکستان: پوځ د سياسي کړکېچ د اواري لپاره ميدان ته راووت


د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف
د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف

د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې په دې وروستيو کې د رامنځته شوي سياسي کړکېچ د اواري لپاره د دې هېواد پوځ تر هغې وروسته لستوڼي بډ وهل؛ چې د عمران خان او طاهر القادري په مشرۍ د نواز شريف د حکومت مخالفو ګوندونو مشرانو د دې هېواد د يو شمېر سياسي ګوندونو منځګړتوب ونه مانه او پر خپلو غوښتنو ټينګ ودرېدل.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف په داسې حال کې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان او د عوامي تحريک ګوند مشر طاهر القادري ته د خبرو اترو پېغام واستاوه؛ چې نوموړي د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له صدراعظم نواز شريف سره وکتل؛ په روان سياست وضعيت يې ورسره خبرې وکړې.

دا په تېرو درېيو ورځو کې د صدراعظم نواز شريف او جنرال راحيل شريف دويمه ليدنه وه.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، په دې کتنه کې نواز شريف د پاکستاني پوځ له سرلښکره غوښتي؛ چې په دې هېواد کې د رامنځته شويو وروستيو سياسي کړکېچنو په اواري کې خپل رول ولوبوي او پر عمران خان او قادري زور راوړي، چې مذاکراتو ته راوګرځي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان، چې له تېرو پېنځلسو ورځو راهيسې له خپلو زرګونو پلويانو سره يوځاى د پاکستان د پارلمان مخې ته ناست دى او د صدراعظم نواز شريف د استعفا او د نويو ټاکنو غوښتنه کوي؛ د جمعې په خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال وويل؛ چې جنرال راحيل شريف ورته پېغام رااستولى، چې تر ٢٤ ساعتو پورې خپل وروستى اقدام وځنډوي:

"د جنرال راحيل شريف په غوښتنه مې د خپلې وروستۍ کړنلارې اعلان د ٢٤ ساعتونو لپاره وځنډاوه. زه بايد تاسو ټولو ته ووايم، چې موږ به تر هغې پورې له خپل احتجاجه لاس وانه خلو؛ ترڅو چې مو د تېرو انتخاباتو تقلب کوونکي د قانون منګولو ته نه وي سپارلي او که چيرې په دې انتخاباتو کې د درغلي ثابته شوه؛ نو بيا به هرومرو نوي انتخابات کېږي."

د عمران خان تر اعلان وروسته، د عوامي تحريک ګوند مشر طاهر القادري هم خپلو پلويانو ته په وينا کې ورته خبره وکړه او ويې ويل، چې د وروستيو سياسي کړکېچنو د اواري لپاره د پاکستاني پوځ د سرلښکر جنرال شريف د منځګړي او ضامن په توګه مني.

عمران خان او قادري همدراز وويل، چې له جنرال راحيل شريف سره په ليدنه کې به له هغه سره خپلې غوښتنې مطرح کړي او هيله يې وښوده، چې هغه به پر نواز شريف فشار واچوي؛ څو د دوى غوښتنې ومني.

بلخوا د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه د جمعې په شپه په ټويټر باندې په خپل يو پېغام کې ويلي؛ چې عمران خان او طاهر القادري په اسلام اباد کې له جنرال راحيل شريف سره وکتل.

عمران خان د نواز شريف له حکومته شپږ غوښتنې کړي؛ چې لومړۍ هغه يې د نواز شريف استعفا او د نويو ټاکنو ترسره کول وو.

که څه هم حکومت د هغه ځينې غوښتنې منلي؛ خو د نواز شريف د استعفا غوښتنه، د دې هېواد د اساسي قانون خلاف بولي.

د يادونې وړ ده، چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحريک انصاف ګوند د جګپوړي چارواکي جاويد هاشمي په ګډون؛ د دې هېواد يو شمېر نورو سياسي ګوندونو په سياسي چارو کې د پوځ مداخله غندلې او دا يې د جمهوريت ضد عمل بللى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG