د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما ځانګړي استازي له اشرف غني او عبدالله سره وکتل


د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره د امریکایي چارواکو د لیدنو په دوام؛ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ملي وحدت حکومت د جوړیدو او د تفتیش د بهیر د چټکیدو په اړه له دغو کاندیدانو سره خبرې کړي.

د دواړو ټیمونو استازي وايي، "ډانیل فیلډمن" د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو تر منځ د سیاسي موافقو د عملي کیدو په خاطر کابل ته راغلی.

د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم استازې فضل الرحمن اوریا په دې اړه آ زادۍ راډیو ته وویل:

"د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي پرون له ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدنه درلوده چې؛ په کې د ملي یووالي حکومت د جوړېدو په اړه یو له بل سره نظرونه شریک شول. دواړو لورو هیله څرګنده کړه، چې د امریکا په منځګړیتوب پيل شوې سیاسي پروسه بریالیتوب ته ورسیږي."

د دواړو انتخاباتي ټیمونو استازي وايي؛ ښاغلي فیلډمن دغه راز په خپل وخت د انتخاباتو د نتایجو په اعلانیدو ټينګار کړی دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازې دغه راز د پنجشنبې په ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.

د جمهوري ریاست په یوه بیان کې راغلي چې؛ ډانیل فیلډمن له ولسمشر کرزي سره د رایو د تفتیش د بهیر او په دې برخه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړي دي.

په ورته وخت کې د تحول او تداوم د ټيم استازې داود سلطان زوی آزادي راډیو ته د ډاکټر اشرف غني احمد زي او ډانیل فیلډمن د لیدنې په اړه وویل؛ چې دواړو لورو د نورو مسایلو تر څنګ د تفتیش د بهیر پرچټکوالي خبرې وکړې.

"له دوی سره د تفتیش د بهیر د چټکېدو پر اهمیت او د سیاسي موافقو په اړه خبرې و شوې. هیله من یو چې د انتخاباتو نتایج هم اعلان شي او هم د دواړو لورو لپاره د منلو وړ وي."

دا په داسې حال کې ده چې، د ملي وحدت حکومت د جوړېدو په اړه هم په کابل کې د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو تر منځ خبرې جریان لري.

د راپورونو له مخې، د اجرایوي رییس صلاحیتونه د کاندیدانو تر منځ د روانو خبرو اصلي ټکی جوړوي.

XS
SM
MD
LG