د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

عمران خان خپلې احتجاجي غونډې او لاريونونه د پاکستان نورو ښارونو ته د غځولو اعلان وکړ


د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د حکومت ضد مظاهرې او لاريونونونه په پېنځلسمه ورځ هم دوام لري او د حکومت ضد سياسي ګوند مشر عمران خان خپل احتجاجي لاريونونه ددې هېواد کراچۍ، ملتان، لاهور او فيصل اباد ښارونو ته د غځولو اعلان وکړ.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف او د طآهر القادري په مشرۍ د عوامي تحريک زرګونه پلويان دا مهال په اسلام اباد کې د پارلمان د ودانۍ مخې ته د احتجاج په توګه ناست دي او د نوازشريف د استعفا ترڅنګ د پارلمان د منحلولو او له سره د نويو ټاکنو غوښتنه کوي.

که څه هم د جمعې په ورځ د جنرال راحيل شريف په غوښتنه د نواز شريف د حکومت او مخالف سياسي ګوند تحريک انصاف ترمنځ يو ځل بيا مذاکرات وشول، خو دا هم د تېرو مذاکراتو په څېر بې نتيجې پاى ته ورسېدل.

تر مذاکراتو وروسته د پاکستان تحريک انصاف ګوند جګپوړى چارواکى شاه محمود قريشي له رسنيو سره د خبرو پر مهال پر حکومت نيوکه وکړه، چې د رامنځته شوي سياسي کړکېچ د حل لپاره جدي اقدامات نه کوي او ويې ويل، چې له حکومت نه يې يو ځل بيا غوښتي، چې ددې کړکېچ د حل لپاره دې بايد زموږ غوښتنې ژر تر ژره ومني:

" موږ نن له دوى [حکومتي ټيم] نه وغوښتل، چې موږ له تاسو شپږ غوښتنې کړې وې، تاسو بايد د هغه په اړه موږ ته وضاحت راکړئ. که څه هم دوى زموږ ځينې غوښتنې مني، خو موږ به يواځې په هغه صورت کې له دوى سره مذاکرات وغځوو، چې دوى د مسئلې حل ته جدي پام واړوي او نواز شريف استعفا ورکړي."

قريشي همداراز وويل، موږ جنرال راحيل شريف ته په سياسي چارو کې د مداخلې بلنه نه ده ورکړې، بلکې د پوځ منځګړيتوب يې د نواز شريف په غوښتنه منلى.

بلخوا د حکومت د مذاکراتي ټيم غړي او د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار تر مذاکراتو وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې حکومت يې د عمران خان ټولې غوښتنې منلي، خو د صدراعظم نواز شريف او د پنجاب ايالت د والي شهباز شهباز د استعفا غوښتنه د قانون خلاف ده او هېڅ جواز نه لري:

" موږ په پوره خلوص هڅه کړې، چې د پاکستان د ملي ګټو لپاره سياسي شخړې ژر تر ژره اوارې کړي. موږ د تحريک انصاف او د عوامي تحريک ډېرى غوښتنې منلي خو دوى د نواز شريف د استعفا پر غوښتنې کلک ولاړ دي، چې ددې هېواد د اساسي قانون خلاف ده. موږ نن يو ځل بيا دوى ته په ډاګه وايو، چې حکومت د قانون ضد يوه خبره هم ونه مني."

د حکومت او تحريک انصاف د مذاکراتو تر ناکامېدو وروسته عمران خان خپلو پلويانو ته په وينا کې اعلان وکړ، چې د دوى پلويان به سر له ننه د پاکستان په څلورو سترو ښآرونو کراچۍ، لاهور، ملتان او فيصل اباد کې هم د حکومت ضد پراخ لاريونونه و مظاهرې پيل کړي او په خبره يې، چې ترڅو نواز شريف له خپلې دندې استعفا ورنه کړي، په ټولو ښارونو کې به ورځنى ژوند فلج کړي.

د پاکستان عوامي تحريک مشر، چې له خپلو زرګونو پلويانو سره د حکومت پرضد په احتجاج بوخت دى، خپلو پلويانو ته په وينا کې وويل، چې که څه هم حکومت يې ډېرى غوښتنې منلي، خو سره له دې به تر هغې له احتجاجه لاس وانخلي، چې نواز شريف او شهباز شريف ګوښه او يو قامي حکومت رامنځته شوى نه وي.

بلخوا په پاکستان کې د وروستو سياسي شخړو د اواري په موخه ددې هېواد په سياسي چارو کې د پوځ د لاسوهنې له امله ناندرې راولاړې شوي او نواز شريف، عمران خان او قادري پر يو بل تور لګوي، چې پوځ يې په سياسي چارو کې مداخلې ته رابللى.

خو د پاکستاني پوځ د عامه اړيکيو دفتر د شنبې په شپه د يوې خپرې شوې خبرپانه په ترڅ کې وويل، چې جنرال راحيل شريف د نواز شريف د حکومت په غوښتنه د سياسي کړکېچ د اواري لپاره رامخته شوى.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان يو شمېر هغو سياسي ګوندونو په سياسي چارو کې د پوځ د مداخلې په اړه شديد غبرګون ښودلى، چې دا مهال د ډيموکراسۍ او د اساسي قانون د ژغورنې په موخه د نواز شريف ملاتړ کوي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG