د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

امریکا د ایران په ۲۵ کمپنیو او اشخاصو نوي بندیزونه ولګول


د امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ د ایران په شاوخوا پنځه ویشتو کمپنیو او اشخاصو نوي بندیزونه ولګول او واشنګټن ورباندې د ایران د اټومي پروګرام د پراخولو؛ د بندیزونو خیال نه ساتلو او په سیمه کې د ټروریزم د ملاتړ په ګډون؛ د یو شمېر سرغړونو توورنه لګولي دي.

په دې نویو بندیزونو کې د ایران شپږ بانکونه، هوایي شرکتونه او یو تحقیقاتي انسټیټیوټ شامل دي.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي؛ د ایران "میراج او کسپین" هوایي شرکتونو له ایران نه سوریې ته د وسلو په ګډون؛ وژونکي مواد انتقال کړي دي.

د فیلاقا پترولیم Faylaca Petroleum کمپنۍ تورنه ده چې؛ د ایران د تیلو د ملي کمپنۍ له خوا یې پیسي ورکړي دي.

پر ایران باندې د امریکا د متحده ایالاتو له نویو بندیزونو سره سره؛ د امریکا د ملي امنیت شوری ویاند "کتلین هیډن" Caitlin Haden وایي؛ متحده ایالات د تهران د اټومي پروګرام په اړه د اوږدې مودې او هر اړخیز حل په مقصد له شپږو هیوادونو سره کار کولو ته ژمن دي.

کتلین په یوې اعلامیه کې ویلي؛ د واشنګټن د جمعې د ورځې اقدامات او هغه ګامونه چې د تهران د اټومي پروګرام د خبرو له پیل راهیسې اخیستل شوي؛ د ګډ کاري پلان له مخې زموږ له ژمنو سره سم دي؛ چې له مخې یې د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو په مقابل کې ورباندې بندیزونه کم شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د جمعې په ورځ په مسکو کې وویل؛ ایران هیله من دی چې د نومبر میاشتې له ضرب الاجل مخکې له شپږو طاقتونو سره په خبرو کې مثبتو نتیجو ته ورسیږي. ده په دې کار کې د روسیې د ملاتړ مننه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لافروف سره له کتنې وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې دغه راز وویل؛ دا نوي بندیزونه به د تهران د اټومي پروګرام د پرمختګونو په مخکې خنډ نه شي.

لافروف وویل، مسکو د هغه حل ملاتړ کوي چې؛ د یورانیمو د غني کولو په ګډون، د ایران د انرژۍ د سوله ییز استعمال حق ته په درناوي ولاړ وي:

"د ایران د اټومي خبرو په وروستي پړاو کې دا ډیره مهمه ده چې؛ ستونزې او اندیښنې رامنځ ته نشي؛ زموږ ځینې شریکان د اندیښنو رامنځ ته کولو هڅې کوي. دوی د وخت د کاذب فشار په پلمه د امتیاز اخیستو هلې ځلې کوي.

په داسې حال کې چې د وخت دا فشار د یوه عادلانه او متوازن تړون د رامنځ ته کولو لپاره هومره نه دی."

تهران په تیر وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو بندیزونه غندلي او بې ګټې یې بللې دي.

XS
SM
MD
LG