د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

ننګرهار: د ملي امنیت پر دفتر برید کې ۶ تنه وژل شوي ۲۶ ټپیان دي


د ننګرهار روغتیایي مسولین وایي؛ د دغه ولایت د ملي امنیت پر ریاست د نن سهار ډله ییزې حملې له امله شپږ مړي او شپږویشت ټپیان حوزوي روغتون ته وروړل شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کامه وال آزادی راډیو ته وویل؛ چې هغه ټپیان چې ټپونه یې سطحي وه؛ بېرته رخصت شول.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې اتو وسله والو نن سهار شاوخوا پنجه بجې د ملي امنیت پر ریاست حمله وکړه.

د مشرقي وال په خبره دوو حمله کونکو انتحاري حمله وکړه او شپږ نور یې د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي آزادی راډیو ته وویل؛ چې په دې پيښه کې د ملي امنیت دوه کارکونکي وژل شوي او پنځه تنه یې ټپیان دي.

وسله والو طالبانو د دې حملې مسوولیت منلی دی.

پخواني معلومات:

د ننګرهار ولایت په مرکز کې د ملي امنیت پر دفتر موټر بم چاودنې شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار چارواکي وایي، چې ددې ولایت د ملي امنیت پر دفتر یې د وسله والو مخالفینو د یوې ډله ییزې حملې مخه نیولې ده.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادي راډیو ته وویل؛ چې یوه ډله وسله واالو نن سهار شااوخوا پنځه بجې د ملي امنیت د دروازې مخې ته موټر بم چاودنه وکړه او هڅه یې کوله، چې دې دفتر ته دننه شي.

عبدالزي زیاته کړه، چې حمله کوونکي د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي؛ خو په دې اړه یې معلومات ورنه کړل، چې د حمله کوونکو شمیر څومره وو او آیا دې موټر بم چاودنې امنیتي ځواکونو ته زیان اړولی او که نه؟

په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر نجیب الله کامه وال ازادي راډیو ته وویل؛ چې د چاودنې له ځای نه دوی ته شپږ جسدونه او شپږ ویشت ټپیان ور انتقال شوي، چې ملکي او امنیتي کسان په کې شامل دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کوي؛ چې موټر بم چاودنې زیاتو امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې او په خبره یې یو ملګری یې د ملي امنیت دفتر ته دننه شوی او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه کړې.

XS
SM
MD
LG