د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

اروپايي ټولنه پر روسیې د زیاتو بندیزونو لګولو په هکله خبرې کوي


نن په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې مشران غونډه لري. په دې غونډه کې به دوی پر روسيه، د اوکراين د کړکېچ له کبله، د زياتو بنديزونو لګولو په هکله خبرې کوي. د اوکراين ولسمشر پټرو پوروشينکو به هم په دې غونډه کې برخه اخلي.

د اروپايي اتحاديې د هيوادونو مشران نن په بروکسل کې غونډه کوي. دا غونډه له هغه وروسته کيږي چې؛ ناټو ويلي وو، چې روسيې تر ۱۰۰۰ زيات پوځيان او درنې وسلې اوکراين ته ليږلي دي.

روسيې دا تورونه، چې پر اوکراين يې حمله کړې ده؛ رد کړي دي.

د اروپايي هيوادونو د بهرنيو چارو زيات شمېر وزيرانو پرون د روسيې پر خلاف د لا زياتو بنديزونو ملاتړ وکړ.

دا بنديزونه له هغو بنديزونو جلا دي چې؛ د اروپايي اتحاديې او امريکا له خوا پر يو شمېر روسي چارواکو، ځينو شرکتونو او د روسيې پر دولتي صنايعو لګول شوي وو.

د پولنډ د بهرنيو چارو وزير، راډوسلا سيکورسکي وويل چې؛ له لسيزو راهيسې، د روسيې د تیري له کبله په ټوله اروپا کې جدي امنيتي کړکېچ رامنځته شوی دی.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاينماير خبرداری ورکړ چې؛ د روسيې او اوکراين تر منځ پراخه جګړه رامنځته کېدای شي.

د سويډن د بهرنيو چارو وزير کارل بيلټ وويل:

"موږ بايد له هغه څه څخه خبر يو چې په راتلونکي کې ورسره مخامخ کيږو. دا په یوه کال کې د روسيې له خوا پر اوکراين دوهمه حمله ده چې؛ اوس هم روانه ده."

پرون په بخاريست کې د رومانيا ولسمشر تراييان باسيسکو وويل چې؛ د نويو بنديزونو تر څنګ، د ناټو غړي هیوادونه بايد د اوکراين پوځ ته وسلې هم ورکړي.

مخکې، د اوکراين صدراعظم ارسيني ياڅينیوک د اوکراين لپاره د ناټو د غړيتوب غوښتنه کړې وه. د ناټو سرمنشي اندريس فوګ راسموسن په ځواب کې وويل چې؛ دی په ناټو کې د اوکراين د غړيتوب د غوښتنې احترام کوي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د اوکراين هڅې؛ چې خپلې ختيځې سيمې د ياغيانو له کنتروله ژغوري؛ په دوهمه نړيواله جګړه کې د نازيانو له خوا پر شوروي اتحاد حملې ته ورته وبللې.

روسيه پلوو جلاغوښتونکو پرون د ستراتيژک سرحدي ښار نوازوفسک کنټرول تر لاسه کړ. دا کار د اوکراين له ادعا وروسته وشو؛ چې ويل يې، د روسيې له خوا پرې د ټانکونو او زره پوښه موټرونو حمله شوې ده.

XS
SM
MD
LG