د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

بلوچستان: ذکري فرقه څه ډول فرقه ده او ولې ګواښل کیږي؟


په بلوچستان کې د ذکري فرقې کلی
په بلوچستان کې د ذکري فرقې کلی

په بلوچستان کې ذکري فرقې ته د لښکر خراسان په نامه يوه وسلوال سازمان له خوا ګواښونه شوي، چې يا دې مسلمانان شي او يا دې مرګ ته تيار شي. ذکريان ځانونه مسلمانان بولي او عبادت يې يواځې ذکر دى. دغو ګواښونو ته په پام سره د پنجشنبې په ماښام په اواران کې د دې فرقې شپږ تنه و وژل شول.

ذکري يوه مذهبي فرقه ده، چې اکثر پيروان يې بلوڅان دي او زيات شمېر يې د بلوچستان په تربت سيمه کې اوسېږي، خو ځينې يې په افغانستان او ايران کې هم مېشت دي. دوى ځانونه مسلمانان بولي، خو عبادت يې يواځې ذکر کول دي، ځکه په ذکريانو مشهور دي. د ذکري فرقې بنسټ ملا محمد اټکي (٩٧٧- ١٠٢٩هـ ق) په لسمه هجري پېړۍ کې ايښى دى.

د بلوچستان نېشنل ګوند له خوا د پاکستان د مرکزي پارلمان غړى عيسى نوري هم ذکرى دى؛ دى وايي، ذکريان هم لمونځ کوي، خو د لمانځه طريقه يې له نورو مسلمانانو سره توپير لري؛ دوى په لمانځه کې په يوه ولاړه يا قيام کې يوه سجده کوي او ذکر ته زيات ارزښت ورکوي:

"ذکريان لمونځ هم ذکر ګڼي، ځکه په قرآن کې راغلي دي، چې (يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلَاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ)، يانې کله چې تاسې د لمانځه لپاره وبلل شئ، نو تاسې د خداى د ذکر لپاره ځانونه ورسوئ؛ نو په دې سبب موږ د خداى ذکر ته زيات ارزښت ورکوو؛ د اسلام چې کوم اته اصول دي، په هغوى کې يوه ته (ذکرِ دوام) وايي، يانې د خداى ذکر تل بايد دوام ولري"

عيسى نوري وايي، د ذکريانو د نفوسو شمېر شاوخوا يو ميليون دى؛ چې اکثر يې د مکران په لويه حوزه کې، شاوخوا سل زره کسان په کراچۍ کې اوسېږي او نور په ايران او افغانستان کې اوسېږي. ذکريان د ايران پولې ته نيژدې په تربت سيمه کې د (کوه مراد) په نامه غر مقدس بولي او د روژې پر ٢٧مه او د ذي الحج- لوى اختر د مياشتې پر نهمه د ځينو خاصو مراسمو لپاره دې ځاى ته ځي، چې د سني علماوو له ادعا سره سم دا د دوى حج دى؛ خو عيسى نوري دا ادعا پر دوى تور وباله:

"د ذي الحج پر نهمه خو هلته [کوه مراد ته] څوک ځي نه؛ کېداى شي شاوخوا خلک به د عبادت لپاره ورځي؛ خو زموږ کالنۍ اجتماع د روژې پر اووه ويشتمه وي؛ چې موږ يې د قدر شپه ګڼو، که ذکريانو دا حج بللاى، نو د زيارت په نامه به مشهور نه واى او که کوه مراد ته له ورتلو د حج مانا اخيستل کېداى؛ نو هيڅ داسې ذکرى به نه واى، چې له نامه سره يې حاجي نه واى، داسې څه نه شته، دا هسې يو تور دى."

په دې وروستيو کې د لښکر خراسان په نامه يوې افراطي ډلې په تربت ښار کې پر دېوالونو شعارونه ليکلي؛ چې په کې يې ذکريانو او هندوانو ته ګواښ کړى؛ که اسلام ته راوانه وړي نو وبه وژل شي. په دغو شعارونو کې ذکريان غيرمسلمانان بلل شوي دي.

تر دغو ګواښونو ايله څو ورځې وروسته، د اګست پر ٢٨مه د ايران پولې ته څېرمه په آواران سيمه کې وسله والې ډلې د دې فرقې شپږ تنه په ډزو و وژل او اووه نور يې ټپيان کړل. عيسى نوري وايي، دا نه شي چې د دې سني افراطي ډلې تر شا به د چا لاس وي؛ خو وايي، دا په پاکستان کې د مذهبي افراطيت په نتيجه کې د تر سره کېدونکيو پېښه يوه کړۍ ده:

"د دوى کار په خلکو کې ډار خپرول دي، د ډار خپرولو لپاره کله مذهب پلمه کړي؛ کله بله پلمه جوړه کړي، کله پر مسلمانو فرقو، کله د نورو مذهبونو پر فرقو حملې وکړي؛ نو دا يوه لړۍ ده چې په ټول هېواد کې دوام لري؛ په اصل کې پوځ د دوى خلاف عمليات وکړل؛ پر دوى فشار راغى، ځکه يې بلوچستان ته را مخه کړه او دلته يې مذهبي افراطيت پيل کړ."

د پاکستان د بشري حقونو سازمان ذکريانو ته د ګواښونو ورکولو او پر هغوى د حملې غندنه کړې ده او ويلي يې دي، چې ډېر ژر به تربت سيمې ته يو پلټونکى پلاوى ولېږي او واقعيت رابرسېره کړي. په بلوچستان کې د بشري حقونو د سازمان يو فعال ډاکټر فيص محمد بلوڅ وايي؛ پر ذکريانو پخوا هم حملې شوې او ادعا کوي؛ چې همدې افراطې ډلې لښکر خراسان په تېره جولاى مياشت کې هم په تربت سيمه کې څلور تنه ذکريان وژلي دي:

"د بشري حقونو سازمان وايي، په قرآن پاک کې هم راغلي دي، چې (لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ) ته پوهېږې ستا دين پوهېږي، زه پوهېږم زما دين پوهېږي، هر څوک چې د کوم مذهب دى، د هغه مذهب احترام بايد وشي. د بشري حقونو سازمان د دې لپاره کار کوي، په دې اړه د واقعيتونو د پلټلولپاره يو ډله کوټې ته هم راځي، هغه بيا په آواران يا شاوخوا سيمه کې ذکريانو ته د ور پېښو ګواښونو په اړه رپوټ جوړوي"

بلوڅان په سيمه ييزه لهجه "ذکري" په "زګري" تلفظوي او ذکريانو ته زګريان وايي. ډاکټر فيض بلوڅ وايي، ذکريان ټول بلوڅان دي، ځکه ذکري يو ډول د بلوڅانو د اکثريت مذهب ګڼل کېږي او ډېرې داسې کورنۍ شته، چې يو ورور پکې ذکرى وي او بل پکې لمونځ کوونکى وي. ډاکټر فيض بلوڅ وايي، ذکريان بې توپيره له نورو بلوڅانو سره په خپلواکي غوښتونکيو ډلو کې جنګېږي، ځکه د افراطي سني ډلو په وسيله هڅه کېږي، چې دوى له دې جګړه را وګرځوي:

"د دوى لپاره اوس يو ګورم [سردرد] جوړوي، هلته چې د بلوڅو د ازادۍ کوم تحريک روان دى، د هغه د مهار کولو لپاره دغه کارونه کوي، موږ د دې غندنه کوو او دې افراطي ډلو ته وايو، چې ستاسې له دې سره څه کار دى، تاسې خپل کار کوئ، په دې معامله کې له بلوڅانو سره کار مه لرئ"

په مرکزي پارلمان کې د بلوچستان نېشنل ګوند غړى عيسى نوري وايي، ګوند يې په دې باور دى، چې مذهب د هر چا شخصي فعل دى او څوک بايد اړ نه کړاى شي، چې خپل مذهب پرېږدي، ځکه چې وايي د مذهب بدلولو خبره ډېره نازکه ده او دا به ډېرې بدې نتيجې ولري:

"زموږ د ګوند موقف دا دى، چې مذهب د هر چا شخصي عمل دى، چې څنګه يې کوي دا د هغوى کار دى، څوک چې په هر مذهب پورې تړاو لري، د ژوند په چارو او د بشري رشتو تر منځ مذهب بايد خنډ نه شي، دا زموږ د ګوند اساسي موقف دى، په سياسي توګه موږ د چا تر منځ دا توپير نه کوو، چې دا ذکري دى، دا سنى دى، دا هندو او دا مسلمان دى، که څوک دا ډول تفرقه خپرول غواړي موږ يې غندنه کوو"

د بلوچستان د داخله چارو سيکرتر اکبر حسين درانى وايي، هيڅوک به پرېنږدي چې په چا باندې په زوره خپل مذهب پرېږدي او خپل مذهب ته يې را واړوي:

"انشاءالله موږ د دغو وسلوالو خلاف کاروايي کوو، د چا چې کوم مذهب او کومه فرقه ده هغه بشپړه ازادي لري، څوک دوى د خپل مذهب پرېښولو ته نه شي مجبوره کولاى، موږ به د دوى خلاف ګامونه پورته کوو"

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان اساسي قانون په دې هېواد کې د ټولو مذهبونو او اقليتونو خلکو ته اجازه ورکړې، چې په پوره ازادۍ سره خپل مذهبي مراسم تر سره کولاى شي، خو په وروستيو کلونو کې د پاکستان په څلورواړه ايالتونو کې له هندو، عيسوي، شيعه او احمدي لږکيو سره مذهبي تبعيض زيات شوى، خلک يې تښتول شوي او په وار- وار يې پر کورونو حملې شوې دي، خو دا لومړى ځل دى، چې په بلوچستان کې ذکري لږکي هم د خپلې ځانګړې عقيدې په خاطر ګواښل شوي دي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG