د افغانستان د اسلامي حزب شوراګانو د یوالې ټولنې د انتخاباتو د نتایجو د اعلان ځنډېډل؛ د خلکو د غوښتنې خلاف وباله او ټینګار یې وکړچې؛ دغه نتایج باید د سنبلې په یوولسمه دناټو دغړو هیوادنو ترغونډې مخکې اعلان شي.
د دې ټولنې مشر قاضي محمد امین وقاد دشنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې پرمهال له دواړو کاندیدانو وغوښتل؛ چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له خوا اعلان شوې نتیجه ومني.
ښاغلي وقاد د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون، ملګروملتونو او درایو په تفتیش کې د دخیلو بنسټونو څخه وغوښتل چې؛ دغه بهیر د ناټو د غړیو هیوادونو تر سرمشریزې مخکې پای ته ورسوي:
"موږ اولس پر همدې قانون جمع کړ. هیله مند یم چې په راتلونکې ټول وسله وال مخالفین او ټول هغه مخالفین چې دغه نظام مني دغه اساسي قانون ومني؛ چې ټول یو ځای ژوند وکړو."
دا په داسې حال کې ده چې، دانتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکو دشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پرمهال د رایو دتفتیش په برخه کې د پرمختک خبر ورکړ او ویې ویل، هڅه کوې چې، دغه بهیر په لنډ وخت کې پای ته ورسوي.
د حزب اسلامي د شوارګانو دیووالې ټولنې دانتخاباتو په بهیر کې د بالونکي کاندید لپاره د صدرات پست ورکول د اساسي قانون خلاف وباله او زیاته یې کړه، چې بریالی کاندید دا حق نه لري چې، بل ټیم ته د صدارت پست ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې؛ د تېرو څو اونیو راپدېخوا د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبداله عبداله د ملي یوالي حکومت پر جوړلو څو ناستې کړي؛ خو تر اوسه کومې نهايي نتیجه ته نه دې رسیدلي
د حزب اسلامي د شوراګانو د یووالي ټولنې د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي یوالي د حکومت جوړلو خبرې یوه سیاسي مساله وبلله او ټینګار یې وکړ چې؛ د ملي یوالي په حکومت کې باید د وسله والو مخالفینو په ګډون ټول اړخونه برخه ولري.
د یادې ټولنې یوه غړي وحیدالله سباون وویل.
"د سنبلې په دریالسم او یا څوارلسم باندې په لندن کې د افغانستان د امنیت معیشت په اړه غونډه دتفتیش پروسه سرته ورسوي دباطلولو پروسه په پوره دقانون په رڼا کې سرته ورسوي په پوره عدلت او پوره مسوولیت سره مخکې له دې نه چې دلندن کنفرانس پيل شي نتایج اعلان کړی."
د حزب اسلامي دشوراګانو دیوالې د ټولنې غړیو داهم وویل چې؛ د انتخاباتو د بهیر اوږدوالې د ناامنیو، اقتصادي ستونزو او بېکاریو ګراف لوړ کړی دی.
د دې شورا مشر ټینکار وکړ، که چیري دانتخاباتو نتایج نور هم ځنډیږي؛ نو ټول کاروبارونه، ښوونځي، روغتونونه او ګڼ نور عامه فعالیتونه دې د اعتراض په توګه و درول شي.
ځينې په دې باور دي، چې د انتخاباتو ځنډني کیدو نه یوازې سیاسي ډلې؛ سوداګر او مدني بنسټونه ستومانه کړي، بلکې عام وګړي هم له دې حالته ستړي شوي او د انتخاباتو پر وړاندي یې خپل اعتماد له لاسه ورکړی دی.