د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

د ننګرهار په سهارنۍ پيښه کې زیات تلفات ملکي وګړو ته رسیدلي


د ننګرهار ولایت ویاند احمدضیاعبدالزی وايي د شنبې ورځې په سهار شاوخوا پینځه بجې یو ډله ځان وژونکو بریدګرو د استخباراتو پر دفتر حمله وکړه.

عبدالزی وايي ځان وژونکي بریدګر اووه تنه وو،چې دوه تنو يې په موټر کې چاودیدونکي توکي ځای پرځای کړي وو،ځان ته چاودنه ورکړې او پاتې نور بیا د وسله والو په ډزو کې وژل شوي او دا رنګه یوولس تنو امنيتيکسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده:

"په دې پيښه کې اووه تنه وسله وال حمله کوونکي وو،دوه تنو يې خپله ځان ته چاودنه ورکړې او پاتې پینځه ته د امنيتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي په همدې توګه څلور تنه امنیتي کسان وژل شوي او درې دیرش تنه زخميان په روغتون کې بستر دي؛ چې له دې ډلې اووه تنه امنيتي کسان دي."

بلخوا د ننګرهار د صحت عامه رييس نجیب الله کاموال ازادۍ راډیو ته ویلي؛ چې له یادې پيښې څخه ټول تر شپیتو تنو پورې زخمیان وروړل شوي؛ چې له هغې ډلې درې دیرش تنه په روغتون کې بستر دي:

"زموږ مرکزي روغتون ته له شپیتو ډير کسان رانتقال شوي،چې ځینې سرسري ټپیان وو درملنه يې شوې بیرته رخصت شوي او دری دیرش تنه نور اوس هم بستر دي او په همدې ډول د پيښې له ځای نه اووه تنه جسدونه هم راوړل شوي."

د سهارنۍ پيښې لومړنۍ موټر بم چاودنې دومره زورورې وې،چې د شاوخوا سیمو کې ميشتو کورونو ښیښې ماتې شوي او د ملکي وګړو د تلفات ستر لامل هم د همدې ښيښو ماتيدل په ګوته شوي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکي او دکانداران وايي ددې پيښې له امله خلکو ته ډير درانه زیانونه هم رسیدلي:

"خان باچا: سهار وختي زه له کوره مسجد ته تللی وم زموږ کور دلته نیږدې دی یوه سپینه مازده موټر د ملي امنیت ادارې په طرف ډير تیز لاړ بیا پوه نشوم یو درز شو په ټولو کورو کې ښیښې ماتې شوي.

عبدالصمد: دلته په ښار کې هر دکان ته،چې ورشې ښيښې ماتې شوي ځينې مشروبات چې په ځمکه رالویدلی ټول مات شوي"

ددې پيښې مسولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او په خبره يې،چې په دې پيښه کې امنيتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي.

د ویلو ده دغه پیښې د سهار پینځه بجې رامنځته شوه،چې تر لسو بجو پورې په سیمه کې خال خال ډزې اوریدل کیدې،چې د پيښې شاوخوا سیمو کې د خلکو په کورونو مرمۍ هم لګیدلي.

دوی غوښتنه کوي،چې ښکيلې غاړې دي په جنګ جګړو کې د ملکي خلکو ژوند ته پام وساتي.

راپور:ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG