سره له دې چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم څارونکو د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو د رایو د تفتیش او ابطال بهیر تحریم کړی؛ د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې د ثبت شوو شکایتونو څیړنه به ونه دریږي.
د دغه کمیسیون ویاند نادر محسني، د شنبې په ورځ په یوې خبري غونډې کې وویل،چې تراوسه د ۷۵ باطلو شویو محلونو د رایو په اړه د تحول او تداوم ټیم له خوا ۱۵ شکایتونه ثبت شوي دي.
ښاغلی محسني وايي، چې د دغه محلونو رایې تیره اونۍ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له خوا بې اعتباره اعلان شوې.
نوموړي وویل، د انتخاباتو کمیسیون د جمعې په ورځ ۶۹ نور محلونه باطل اعلان کړل؛ چې د دغه محلونو په اړه د شکایتونو د ثبتولو وخت د شنبې ورځې تر وروستیو پورې ټاکل شوی ده.
"سبا د انتخاباتي شکایتونو د رسیدګۍ رسمي غونډه ده، هغه ۱۵ مورده شکایتونه چې مخکې د ۷۵ محلونو د راییو د بې اعتباري په اړه درج شوي وو او هم هغه شکایتونه چې د ۶۹ محلونو د راییو د بې اعتبار کیدو په اړه چې نن یې موده پای ته رسیږي؛ دوو شکایتونو ته رسیدګي کیږي."
دا چې بې اعتباره اعلان شوي محلونه د کومو ولایتونو دي او څومره رایې په کې وې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په دې هکله جزیات ورنه کړل.
د انتخاباتو کمیسیون له دې وړاندې هم د دوه اویا محلونو رایې باطلې اعلان کړې وې؛ چې هغه مهال یې د تحول او تداوم ټیم له خوا په اړه پنځه ویشت شکایتونه درج شول؛ چې له څیړنو وروسته یې دوه محلونه بیرته د اعتبار وړ وبلل شول.
په عین حال کې د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا وايي چې کمېسیون مکلف دي څو د قانون له مخې شویو شکایتونو ته رسیدګي وکړي.
د دې بنسټ ویاند فهیم نعیمي آزادۍ راډیو ته وویل، چې د شکایتونو ثبتول د دواړو انتخاباتي ټیمونو حق دی.
"د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون مکلف دي چې؛ د قوانینو په ړنا کې شکایتونو ته رسیدګی وکړي؛ په قانون کې دا نه دی ویل شوی؛ که چیرې یو انتخاباتي ټیم شکایت وکړي او بل یې ون کړي نو شکایت ته باید رسیده ګی ونشي ، په مشخص ډول د شکایتونو کمېسیون ته لازمه ده چې شکایتونو ته رسیدګی وکړي."
له دې وړاندې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو نه غوښتي وو چې له موثقو او جدي دلیلونو پرته شکایت ونکړي.
خود انتخاباتو څارونکي بنسټونه د شکایتونو د څیړنې په برخه کې د عدالت پر ټینګولو ټینګار کوي او زیاتوي چې دقیقه څیړنه کولای شي، ددې پروسې شفافیت تضمین کړي.
مرضیه احمدزۍ