د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

د کابل پوهنتون ځینو محصلانو نورو ولایتونو ته د دوی د تبدیلۍ پرضد مظاهره وکړه


د کابل پوهنتون یوشمیر محصلانو د لوړو زده کړو وزارت د هغې پریکړې پرضد مظاهره وکړه چې؛ د کابل ښار د پوهنتونونو شپږ ویشت محصلان یې د ولایتونو پوهنتونونو ته تبدیل کړي دي.

مظاهره کوونکي چې شمیر یې شاو خوا دوه سوو ته رسیده؛ د شنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت مخې ته راټول شوي وو او خبرداری یې ورکړ چې؛ که د لوړو زده کړو وزارت د کابل ښار د پوهنتونونو د شپږویشتو محصلانو د تبدیلۍ پریکړه بیرته وانخلي؛ خپلو مظاهرو ته به دوام ورکړي.

د لوړو زده کړو وزارت په دې وروستیو کې د کابل؛ پل تخنیک او د طبي علومو د پوهنتونو شپږویشت محصلان؛ په جزایي ډول د مختلفو ولایتونو پوهنتونونو ته تبدیل کړل.

مظاهره کوونکو ویل، دا پریکړه د دوې په غیاب کې شوې او دوې ته د منلو وړنه ده.

د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي محصل عبدالقدیر صاالحي رسنیو ته وویل:

"داسې جنګ نه و چې، څوک دې په کې وژل شوی وي؛ بلکې یوه لفظي شخړه وه، که څوک مجرم وای باید څارنوالۍ ته معرفي شوی وای؛ خو د لوړو زده کړو وزارت غیرقانوني پریکړه کړې او موږ یې ولایتونو ته تبدیل کړي یو. دا موږ ته د منلو وړ نه ده."

د راپورونو له مخې د روان لمریز کال د سرطان په یو د یرشمه د کابل پوهنتون د د وو محصلانو ترمنځ د فوتبال په لوبه کې شخړه شوې وه.

تر شخړې وروسته یو شمېر محصلانو د شپې له خوا د کابل پوهنتون پر مرکزي لیلیې حمله کړې وه؛ خپل مخالفین یې وهلي ټکولي اوټپیان کړي وو، خو پولیسود جګړې د لاخپریدو مخه نیولې وه.

د شخړې په سبا د لوړو زده کړو وزارت د شاخوا لسو ورځو لپاره د کابل ټول پوهنتونونه رخصت کړل.

د لوړوزده کړو وزارت چارواکي وایي چې؛ د پیښې وروسته یې د مختلفو ارګانونو په ګډون یوکمیسیون وګماره څو د پیښې عاملین په ګوته اوجزا ورکړي.

د دی وزارت د ویاند مرستیال اخترمحمد عبیر ازادي راډیو ته وویل؛ د دې لپاره چې په راتلونکی کې یې د علم او پوهې په دغه مرکز کې د جنګونو مخه نیولې وي؛ شپږویشت محصلان یې د ولایتونو پوهنتونو ته تبدیل کړل:

"دا پریکړه د کمیسیون د څیړنوپه نتیجه کې شوې؛ کمیسیون د جنګ او بلوا کسان وپیژندل او د پوهنتون د مقرراتو په پام کې نیولو سره یې دوی ته منځنۍ سزا ورکړه چې؛ له درسونو هم محروم نه شي."

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي داهم وایي؛ که دغه کسان یې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړی وای؛ له تحصیل څخه به پاتې او ممکن په سختو سزاګانو محکوم شوی وای. خو د دې لپاره چې له تحصیله پاتې نه شي؛ کمیسیون ورته دغه سزا مناسبه وبلله.

دا لومړی ځل نه دی چې په کابل پوهنتون کې د محصلانو ترمینځ جنګونه کیږي؛ بلکې پر پخوا تردې هم ورته پیښې شوي او درسي نظام ته یې زیان رسولی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG