د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

"د پاکستاني الوتکو په هوايي بمبارۍ کې اتلس کسان ټپیان شوي دي"


د جمعې ورځې ناوخته د پاکستاني پوځ د الوتکو په بمبار کې اتلس ملکیان ټپیان شوي، چې ډیری يې ښځې او ماشومان دي.

یاده بمباري د خوست د لکڼو د شینکۍ په سیمه کې پولې ته څېرمه شوې ده.

د خوست په ولایتي روغتون کې د پيښې یو تن عیني شاهد رحمت الله مشال راډیو ته وویل؛ چې په دې پیښه کې پنځلس کوچیان او درې وزیرستاني کډوال ټپیان شوي دي.

د ده په خبره په پيښه کې د کوچیانو اته ښځینه، یو تن تنکی زلمی او شپږ تنه ماشومان چې عمرونه يې تر ۷ کالونو کم دي ټپیان شوي دي؛ همدارنګه په دې پيښه کې درې وزیرستاني کډوال هم ټپیان شوي دي.

رحمت الله وايي، دوی د پولې دوه کیلومتره دې خوا د افغانستان په لوري کې اړولي او بمباري د دوی په کیږدیو شوې ده.

بل خوا د خوست ځايي چارواکي وايي؛ چې دوی بمبار سیمې ته افغان پوځیان لیږلي؛ تر څو مالومه کړي، چې بمباري د پولې په دېخوا کې شوې ده او که د پولې په پورې غاړه کې.

د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل؛ چې د پيښې ځای ته نږدې میشتو افغان ځواکونو د خوست ولایتي روغتون ته د ټپیانو په لیږد کې مرسته کړې ده؛ خو د پيښې د ځای په اړه تر اوسه کره مالومات دوی نه دي ترلاسه کړي.

د خوست د ولایتي روغتون رییس ډاکټر عبدالمجید منګل هم مشال راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې ولاتي روغتون ته په وروړل شویو ټپیانو کې د دریو روغتیايي حالت نازک دی، خو د ده په خبره نوموړي شدید ټپیان هم اوس د مرګوني حالت نه بهر شوي او روغتیايي حالت يې کرار، کرار مخ په ښه کېدو دی.

د یادونې وړه ده، پوره درې اونۍ وړاندې هم د پاکستان د پوځ جیټ الوتکو د وزیرستان اړوند د مزدکو په سیمه کې پر ملکي وګړو بمباري کړې وه، چې په کې دوولس تنه وژل شوي ول، چې اوه تنه يې ښځې وې.

XS
SM
MD
LG