د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

په اسلام اباد کې د مظاهره چيانو او پوليسو ترمنځ نښتو سلګونه کسان ټپيان کړي


د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې تر هغې وروسته د عمران خان او طاهر القادري په مشرۍ د حکومت ضد سياسي ګوندونو د زرګونو مظاهره چيانو او پوليسو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شو؛ چې دوى د پاکستان پر پارلمان او د صدراعظم پر دفتر يرغل وروړ.

پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو پر مظاهره چيانو، چې لرګي يې لاس کې وو، پر پوليسو يې ګوزارونه کول او تيږې يې پرې وېشتلې، اوښلن ګاز کارولى، چې له امله يې د لومړنيو راپورونو له مخې؛ د پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو په ګډون تر لږ تر لږه ٢٥٠ کسان ټپيان شوي دي؛ چې مېرمنې او ماشومان هم پکې دي.

د پاکستاني حکومت او د مخالفو ګوندونو مظاهرې تر هغې وروسته په تاوتريخوالي واوښتې، چې د شنبې په ورځ د حکومت او د تحريک انصاف مذاکرات يو ځل بيا بې نتيجې پاى ته ورسېدل.

د عمران خان او د طاهر القادري زرګونه پلويان، چې روانې مياشت له ١٤مې نېټې راهيسې په اسلام اباد کې د پاکستان د پارلمان مخې ته د احتجاج په توګه راغونډ وو او د نواز شريف د استعفا ترڅنګ يې د پارلمان د منحلولو او د نويو انتخاباتو غوښتنه کوله، د يکشنبې په شپه د خپلو مشرانو په امر د صدراعظم نواز شريف د دفتر پر لور وخوځېدل.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د يکشنبې په شپه خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال وويل، چې نواز شريف يې غوښتنه ونه منله، او اوس هغه وخت راورسېد، چې موږ د هغې د کور و دفتر پر وړاندې راغونډ شو او د استعفا تر اخيستو پورې ستانه نه شو:

" وخت رارسېدلى، چې موږ د صدراعظم د دفتر پر لور وخوځېدو، موږ به هلته د خپل جمهوري حق له مخې احتجاج وکړو او پر حکومت به خپلې غوښتنې ومنو."

عمران خان د نواز شريف تور لګوي، چې په تېرو ټاکنو کې يې پراخه درغلي کړې او له غېر قانوني لارې واک ته رسېدلى.

له بلې خوا د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د عمران خان او قادري وسله والو مظاهره چيانو هڅه کوله، چې د پاکستان پارلمان او د صدراعظم دفتر ته ننوځي، چې پوليسو يې د مخنيوي لپاره اوښلن ګاز او ربړي مرمۍ کارولي:

" موږ له تېرو شل_ دوه ويشت ورځو راهيسې له ډېر زغم و حوصلې نه کار واخيست، چې کومه بده پېښه رامنځته نه شي. خو نن ددې ترڅنګ چې مذاکرات روان وو، دوى د پارلمان او د صدراعظم پر دفتر يرغل وروړ او هڅه يې کوله چې دا ودانۍ ونيسي، خو موږ به تر وروستي حده ددغو ودانيو، چې د پاکستان سپېڅلتيا تضمينوي، حفاظت وکړو."

نوموړى زياتوي، چې عمران خان او قادري ماشومان او مېرمنې د ډال په توګه کاروي، چې له امله يې امنيتي ځواکونه له سختو ستونزو سره مخ دي.

د عمران خان او القادري مظاهره چيانو له پوليسو سره په اخ و ډب کې د هغوى يو موټر او همداراز د پارلمان او د صدراعظم د کور مخې ته ونو او بوټو ته اور هم ورته کړ او د يوه شخصي تلويزيون د ودانۍ په ګډون په يو شمېر نورو دولتي ودانيو بريدونه وکړل.

د پاکستان د کورنیو چار وزارت ویلي چې د ٣٨ پوليسو او ٤ نيمه پوځيانو په ګډون يې ډېرى ټپيان د اسلام اباد د پيمز او پولي کلينک روغتونونو ته لېږدولي دي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران په اسلام اباد کې پر خپلو پلويانو د پوليسو د تشدد له امله نن په ټول پاکستان کې کاربنديز اعلان کړى او پر خپلو پلويانو يې غږ کړى، چې د نواز شريف حکومت فلج کړي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG