د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

"نن پریکړه کېږي چې کوم افغان چارواکی به په ویلز کې ګډون وکړي"


د افغانستان د بهرنیوچارو د وزارت ویاند وایي، نن پریکړه کېږي چې کوم چارواکو د افعانستان په استازیتوب د ویلز په غونډه کې ګډون وکړي.شکېب مستغني په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

″دا پریکړه به نن کېږي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له خوا په پلاوي کې به کوم چارواکی وي او دا به په نهایت کې ترسبا معلومه شي چې څوک به په دغه غونډه کې ګډون وکړي.″

ټاکل شوې د ولیز غونډه د سپتمبر پر۴ او ۵ نیټه په بریتانیا کې ترسره شي.

ویل کېږي، په دغه سرمشریزه کې به د ناټو مشران په افغانستان کې د ایساف د اوسني ماموریت پرختمیدو او د نوي ماموریت چې ترډیره د افغان ځواکونو پر روزنې، همکارۍ او مشورې او هم افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د لیږد پربهیرخبرې وکړي.

دغه رازتر۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو تمویل او تجهیز هم د دغې غونډې د بحث یوه برخه ده.

XS
SM
MD
LG