د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

نور: ټاکل شوې نن د پنځه زره محلونو په اړه پریکړه اعلان شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې؛ نن ناوخته به د رایې ورکولو د زرګونو محلونو د باطلېدو په اړه خپله پریکړه اعلان کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي؛ ټاکل شوې د رایو د باطلیدو په څلورمه علني غونډه کې د رایه ورکوونې د پنځه زره محلونو په اړه پریکړه اعلان کړي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور چې د یکشنبې په ورځ یې د رایو د تفتیش،؛ باطلیدو او بیا شمیرنې په اړه له خبریالانو سره وروستي معلومات شریکول؛ وویل چې، د رایو د دې محلونو په اړه به پریکړه د نړیوالو او کورنیو څارونکو په حضور کې اعلان شي.

ښاغلي نور وویل، که څه هم د پروسې د بشپړېدو لپاره کارونه تیز شوي؛ خو دا کمیسیون تر اوسه هم د ټولو کارونو د بشپړیدو لپاره کومه وروستۍ نیټه نشي اعلانولای.

"د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تصمیم نیولای چې؛ نن علني غونډه ولري او په دې غونډه کې د تیر هر دور په پرتله د ډېرو صندوقونو په اړه خپله پریکړه اعلان کړي.

ویلای شم چې په دې غونډه کې د پنځه زرو محلونو په اړه پریکړه شاید نن اعلان شي."

د رایو د باطلېدو پروسې له پیل راهیسې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په درېیو علني غونډو کې د ۸۸۳۸ محلونو په اړه چې د ټولو صندوقونو ۳۹٪ فیصده جوړوي خپلې پریکړې اعلان کړي دي.

په همدې ډول ښاغلي نور وویل؛ د شنبې ورځې تر ماښامه ټول ټال نولس زره اته څلویښت صندوقونه تفتیش شوي چې؛ د ټولو کارول شوو رایو ۸۳ اعشاره ۴ فیصده جوړوي.

د ده په وینا، د پروسې د بشپړېدو لپاره لا هم د ۳۷۸۱ صندوقونو څیړنه پاتې ده؛ چې په وینا یې د دې صندوقونو د څیړلو لپاره هم کارونه ګړندي شوي دي.

ښاغلی نور وايي چې، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په غوښتنه د نړیوالو څارونکو شمیر زیات شوی او هڅه کیږي چې، په دې سره دا پروسه په چټکۍ بشپړه شي:

"د څلورو ګدامونو له جملې څخه چې په کې د رايو څیړنه او بیا شمیرنه کیدله د یوه ګدام ماموریت پای ته رسیدلی او هغه صندوقونه چې هلته موجود وو؛ د ټولو تفتیش او بیا شمیرنه بشپړه شوې ده.

د تیرو ورځو په مقایسه هم نړیوال څارونکي او هم د ملګرو ملتونو تخنیکي کارکونکي ډير شوي؛ خو موږ بیا هم هیله کوو چې، له دې هم ډېر شي، تر څو دا بهیر ژر پای ته ورسیږي."

که څه هم تراوسه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو د نتیجو نیټه نه ده ټاکلې؛ خو ویلی یې دي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د انتخاباتو نتیجه معلومه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلک د انتخاباتو نتیجو ته انتظار دي او نور د انتخاباتو د بهیر اوږدیدل ورته د زغم وړ نه دی.

XS
SM
MD
LG