د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۵

په کابل کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ ولمانځل شوه


د افغانستان د سرحدونو چارو وزیراکرم خپلواک وویل، د ډیورنډ د کرښې دواړو لورو ته میشتو قومونو د تاریخ په اوږدو کې هر ډول شخړې او توطې د جرګو له لارې حل کړي
د افغانستان د سرحدونو چارو وزیراکرم خپلواک وویل، د ډیورنډ د کرښې دواړو لورو ته میشتو قومونو د تاریخ په اوږدو کې هر ډول شخړې او توطې د جرګو له لارې حل کړي

له پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون ورځ چې د سنبلې له نهمې سره برابره ده د یکشنبې په ورځ د افغانستان د قومونو او قبایلو وزارت له خوا ونمانځل شوه.

له پښتنو او بلوڅو سره افغانانو د پیوستون د ورځې د نمانځلو په غونډه کې اکثرو ویناوالو ویل، چې د ډیورند کرښې د واړو خواو ته په میشتو قومونو جنګ تحمیل شوی او د سیمي او نړۍ ځیني استخباراتي کړۍ غواړي چې سیمه د خپلو اهدافو په خاطر په همدغو قومونو نا امنه وساتي.

دا غونډه چې د یکشنبې په ورځ د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه، د افغان حکومت ځنیو لوړ پوړو چارواکو، د ملي شورا ځینو غړو او د بلوچستان او خیبرپښتونخوا یو شمېر قومي مشرانو، سیاستوالو او فرهنګیانو په کې برخه اخیستې وه.

غونډې ته د افغانستان د سرحدونو چارو وزیراکرم خپلواک وویل، د ډیورنډ د کرښې دواړو لورو ته میشتو قومونو د تاریخ په اوږدو کې هر ډول شخړې او توطې د جرګو له لارې حل کړي دي.

نوموړي وویل، که د افغانستان او پاکستان حکومتونه بیا هم دغو قومونو ته واک ورکړي او مرستې ورسره وکړي، باور دی چې د قومونو د پیوستون په نتیجه کې به د جنګ اچوونکو ارمانونه له خاورو سره خاورې او ثبات به په کې ټینګ شي:

″موږ د روانې معضلې حل په دې کې ګورو، چې زموږ مخور او مشرانو ته واک ورکړاې شي چې خپل سرنوشت په خپله وټاکې، زه باورلرم چې د یوې میاشتې په دننه کې به له صواته له بدخشانه او له هر اته تر بولانه جرګې روانې شي او د سولې بیرغونه به په کې ورپیږي.″

له پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون ورځ هر کال د سنبلې په نهمه نیټه د افغانستان په مرکز او ځینو ولایتونو کې د غونډو په جوړولو سره نمانځل کېږي.

په غونډه کې د خیبر پښتونخوا فرهنګیانو لکه د شاعر او سیاستوال اجمل خټک زوی″ایمل خټک″ ډاکترعلم یوسفزی او حسینه ګل تنها یو لړملي، قومي او حماسي شعرونه هم ولوستل.

سربیره پر دې د بلوڅو د سراسري شورا ريیس ذوالفقار بلوڅ په خپلو خبرو کې وویل، استعماري قوتونو پرته له دې چې د بلوڅو حقونه په پام کې ونیسي، د سیمي پر مادې شتمنیو تالان ګډ کړی دی.

ښاغلي بلوڅ د سیمي ثبات او پرمختګ د لرو برو پښتنو او بلوڅو له پیوستون سره تړلې وباله:

″زه دا ورځ ټولو ته مبارکې وایم او دا هیله کوم چې لاس سره یو کړي، بلوڅ او پښتون قوم دی چې د افغانستان استقلال یې تضمین کړی دی.

د انګریزانوپه مقابل کې د ټل او واڼه په سیمه کې همدغه دوه قومونه چې د استقلال لپاره وجنګیدل، د میوند شهیدان هم همدغه خلک وو، اوس هم همدغه خلک دي او سبا به هم وي.

پښتانه باید له بلوڅو سره لاس یو کړي او که نو، یو به هم نه وي.″

د غونډې په دوهمه برخه کې د پښتنو او بلوڅو پر سیمو، ژوند، تاریخ او مبارزو ګڼ شمېر څیړنیزې مقالې چې د افغانستان، بلوچستان او خیبرپښتونخوا ځینو څیړونکو اماده کړی وې، ولوستل شوې.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG