د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

"د پاکستان حکومت او اپوزیسیون دې خپل اختلافات له سوله ییزې لارې حل کړي"


د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف
د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف

د پاکستان د پوځ جګپوړو جنرالانو د لوی درستیز راحیل شریف په مشرۍ تېرماښام په راولپنډۍ کې غونډه وکړه او د غونډې په پای کې یې پرحکومت او اپوزیسیون دواړو غږ وکړ چې؛ خپل اختلافونه په خبرو او سوله ییزو لارو حل کړي.

پوځ په یوه بیان کې ویلي دي چې؛ له زوره د کاراخیستو دوام به د پاکستان وضعیت نورهم خراب کړي؛ خو بیان زیاتوي چې، پوځ د هېواد د امنیت د یقیني کولو لپاره ژمن دی او هېڅکله به د ملي ګټو په ساتنه کې پاتې رانشي.

دا په داسې حال کې ده چې؛ د اپوزیسیون مشر عمران خان ویلي چې؛ د ژوند تر وروستۍ سا پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

عمران خان او مذهبي مشر طاهرالقادري له خپلو زرګونه پلویانو سره یوځای له دوو اونیو راهیسې په اسلام آباد کې د پارلمان او نورو دولتي ودانیو مخې ته خېمه وهلې ده. اعتراض کوونکي د صدراعظم نوازشریف د استعفا غوښتنه کوي.

عمران خان پرون په اسلام آباد کې د خپلو پلویانو غونډې ته وویل:

"زه دلته یم. له تاسو سره یم. ما ټوله شپه همدلته له تاسو سره تېره کړې او د هېواد د خپلواکۍ تروخته به ستاسو په څنګ کې واوسم."

پولیسو پرون وروسته له هغه له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست چې اعتراض کوونکو د نوازشریف د استوګنځي مخې ته د یوې خونړۍ شپې په دوام د خپلو پلویانو د بیا تنظیمولو هڅه کوله.

له بلې خوا د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پرون وویل چې؛ د اعتراض کوونکو له مشرانو سره د خبرو د بیاپیل لپاره د حکومت دروازه پرانیستې ده. پروېزراشد زیاته کړه، معترضان غواړي چې غوښتنې یې د ټوپک په زور ومنل شي خو د دوی دروازې د خبرو لپاره تل خلاصې دي.

د راپورونو له مخې د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمینځ په نښتو کې درې کسان مړه او څه باندې څلورسوه کسان ټپیان شوي چې په ټپیانو کې له لسو زیات پولیس دي.

XS
SM
MD
LG