د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

افضلي: ۳ تنه چې په پغمان کې یې له ښځو ګاڼې لوټلي او تېری یې پرې کړی نیول شوي


د کابل امنیه قومندانۍ وایي، هغه درې تنه یې نیولي، چې په پغمان ولسوالۍ کې یې له څو ښځو نه ګاڼې غلا کړې او ناوړه چلند یې ورسره کړی دی.

د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي چې؛ د دوی موظفین له یولړ هڅو وروسته وتوانیدل چې دغه غله د دوې له مشرسره یوځای، د کابل ښار په درېیمه او پنځمه ناحیه کې ونیسي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ مسئولینو دغه مجرمین د یکشنبې په ورځ په داسې حال کی خبریالانو ته وښودل چې؛ په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کاوه.

د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنایي تحقیقاتو ريیس محمد فرید افضلي خبریالانو ته وویل؛ دغو مجرمینو پر غلا سربیره د یوې کورنۍ له څو ښځو سره زورزیاتی او جنسي تیری هم کړی دی:

"ویل کیږي چې شپږ تنه ښځې وې چې؛ دوه یا درې یې ځورول شوي؛ دغو ښځو موږ ته مراجعه نه ده کړې؛ خو موږ له نورو خلکو اوریدلي چې دغو ښځو ورته خپل حال ویلی دی."

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، نیول شوي د یوې اوه کسیزې غلې ډلې غړي دي چې؛ تراوسه یې پنځه تنه نیول شوی او د دوو نورو د نیولو هڅې یې روانې دي.

راپورونه وایي، دغو کسانو د نظامي یونیفورم نه په ګټې اخیستنې؛ تیره اوونۍ د کابل پغمان پر سړک، د یوې کورنۍ موټر ودرولې او د موټر سپرلۍ چې ښځې هم په کې وې له موټره کوزې کړې او ځورولي یې دي.

د پولیسو مسوولینو داهم وویل، په دغو نیول شویو کې داسې کسان هم شته چې پخوا تردې هم، د غلا او د خلکو د ځورولو په جرم نیول شوي وو؛ خو د واسطو او پیسو په زور له بنده خلاص شوي دي.

د کابل امنیه قوماندان محمد ظاهر وایي؛ د ا کسان یې په ډ یرې سختۍ سره نیولي دي.

ده له عدلي او قضایي ارګانونو هیله وکړه چې؛ دغه مجرمین دې په سخته سزا محکوم کړي:

"دا ځل دې یې څوک نه خوشې کوي. څرنګه چې ډیر اسناد شته، عدلي ارګانونه دې خپلې څیړنې بشپړې او دوی دې اعدام کړي، له جمهور ريیس نه هم غواړو چې دا حکم ژر امضا کړي؛ څو دغسې مجرمین د اعدام سزا وویني."

ښاغلی ظاهر وایي، په هیواد کې بیکاري، اقتصادي ستونزې او د انتخاباتو د نتایجو د ځنډیو له امله د خلکو بې باوري د دې سبب شوې چې؛ جنایي جرمونه زیات شي.

ده داهم وویل، که په دې برخه کې خلک له پولیسو سره همکاري وکړي؛ پولیس به په اسانۍ سره د ډیرو پیښو مخه ونیسي.

خو ځیني خلک وایي چې، پولیس او عدلي ارګانونه مجرمینو ته لازمه سزا نه ورکوي او له همدې امله ورسره د خلکو همکاري کمه شوې ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG