د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

صدیقي: د غیر مسووله وسله والو د بې وسلې کولو کمپاین روان دی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي؛ په شمالي ولایتونو کې یې د غیر مسووله وسله والو د بې وسلې کولو او نیولو پریکړه وروسته له هغې وکړه چې؛ د دې ولایتونو د اوسیدونکو پرله پسې شکایتونه ورورسیدل.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې د غیر مسووله وسله والو د بې وسلې کولو او نیولو کمپاین له پروان ولایت څخه پیل او دا مهال په غور او فاریاب ولایتونو کې دوام لري.

ښاغلي صدیقي وویل چې، دا کمپاین به نورو ولایتونو ته هم وغځوي:

"موږ دا کمپاین له پروان څخه پیل کړی؛ اوس په غور او فاریاب کې دا پروګرام عملي کیږي؛ که چېرې له نورو ولایتونو څخه هم شکایتونه ترلاسه کړو او له اړوندې ستونزې سره مخامخ شو؛ نو طبعاً دا کمپاین هلته هم عملي کوو."

نوموړي وویل، دا کمپاین څو اونۍ مخکې پیل شوی چې؛ تر دې مهاله تقریباً زر میله وسلې له غیر مسولو وسله څخه ترلاسه شوي او په ترڅ کې یې یوشمېر غیر مسووله وسله وال نیول شوي دي.

د غیر مسوولو وسله والو د بې وسلې کیدو او نیولو لړۍ په داسې حال کې پيل شوې چې؛ په دې او یوشمېر نورو ولایتونو کې خلک د دې کسانو له فعالیتونو زیات په تنګ شوي دي.

وسله والې غلاوې، انسان تښتونه، مرموزې وژنې او په بیلا بیلو پلمو د خلکو ځورونه هغه شکایتونه دي چې؛ د یو شمیر ولایتونو اوسیدونکي د غیر مسووله وسله والو په اړه کوي.

له بلې خوا په ولسي جرګې کې د غور یوې استازې "رقيې نایل" ازادي راډيو ته وویل چې؛ په غور کې د غیر مسوولو وسله والو کسانو فعالیتونو ته په کتو دا کمپاین ډير کمروزی پرمخ ځي:

"د دې کمپاین په اړه مې اوریدلي چې؛ په یو شمیر ولسوالیو کې پیل شوی؛ په هغو سیمو کې د غیر مسوولو وسله والو فعالیتونه ډير پراخ دي؛ دا ډول کمزوری کمپاین به نتیجه ورنه کړي؛ نو زه دې کمپاین ته هومره خوشبینه نه یم."

خو د فاریاب استازي "احمد ته ینج" ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ تمه لري دا کمپاین مثبته نتیجه ورکړي:

"زه دا تاییدوم چې دا کمپاین د فاریاب په یو شمیر ولسوالیو کې پیل شوی؛ هیله من یو چې دوی وکولای شي چې؛ دا پروسه په کامیابۍ پرمخ یوسي."

په هیواد کې د غیر مسووله وسله والو فعالیتونه او په دې اړه د خلکو شکایتونه او اندیښنې کومه نوې خبره نه ده؛ بلکې له ډیرو کلونو را په دې خوا خلک په دې اړه شکایت کوي او د غیر قانوني وسلو موجودیت حکومت او خلکو ته یو سر خوږی دی.

د چارو یو شمېر کارپوهان هم د جنایي جرمونو د کمېدو او امنیت په خاطر د غیر مسووله وسله والو کسانو پر وړاندې مبارزه مهمه ګني؛ خو ټینګار کوي چې، له وسله والو سره باید له نیول کیدو وروسته قانوني چلند وشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG