د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

مستغني: د چابهار ټرانزیټي لارې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د چابهار بندر په اړه درې اړخیزه موافقه د نهایي کیدو په حال کې ده او په دې اړه د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې؛ د افغانستان، ایران او هند ترمنځ په دې موافقې سره به افغانستان د ایران د چابهار بندر له لارې د هند ممبۍ ته ټرانزیټي لاره پیدا کړي.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ د یوې خبرې غونډې پرمهال وویل چې؛ دا مهال خبرې اترې روانې دي چې دا موافقه نهايي شي.

نوموړي وویل چې، د دې موافقې د نهايي کېدو په اړه ډير پرمختګونه هم شوي او د درېیو هیوادونو د ګډو کمیټو له خوا پرې بحثونه دوام لري:

"د درې واړو هیوادونو د بیلابیلو کمیټو له خوا یعنې د افغانستان، هند او ایران استازي د دې موافقې په اړه کار کوي؛ د پام وړ کارونه هم د دې پروژې د موافقې په اړه ترسره شوي دي؛ خو لاهم تخنیکي خبرې په دې اړه دوام لري."

د چابهار بندر ۱۷ زره کیلو متره مربع مساحت لري او د ایران په سوېل ختیځ کې د هند سمندر ته نژدې پروت دی.

چابهار د ایران یو سمندري بندر دی؛ چې افغان سوداګرو ته د فعالیت لپاره په کې دوه کاله وړاندې د ایران له خوا پنځوس هکتاره ځمکه هم ورکړل شوه.

افغانستان په داسې حال کې د دې بندر له لارې له هند سره د وصلېدو هڅه کوي چې؛ دا مهال افغان سوداګر له هند سره سوداګریزه راکړه ورکړه تر ډیره د پاکستان د واګې، کراچۍ او بندر عباس له لارې کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي؛ د چابهار بندر له لارې له هند سره وصلېدل هېواد ته یوه لویه لاسته راوړنه ده؛ خو زیاتوي چې د دې بندر د تخنیکي موافقې په اړه ستونزې د دې سبب شوي چې؛ د پروژي په تطبیق کې ځنډ رامنځ ته شي.

"د چابهار بندر اساسي ستونزه دا ده چې؛ هلته تخنیکي ستونزې موجود دي؛ چابهار بندر دا مهال د لویو کیشتیو تګ را تګ ته چمتو نه دی؛ که چیرې په تخنیکي لحاظ دا بندر مجهز شي؛ د غټو کیشتیو د درېدلو لپاره او غټې کیشتۍ ورته راشي او موږ له ممبيي سره وصل کړي؛ دا به نه تنها د افغانستان په سوداګرۍ کې سهولتونه راولي؛ بلکه هند به هم منځنۍ آسیا ته ډیر نږدې کړي."

افغان حکومت د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي ودې لپاره غواړي چې؛ په راتلونکې کې له تورې بحیرې او چین سره هم ټرانزیټي لارې پیدا کړي.

خو د چابهار بندر په ګډون ټولې ټرانزیټي لارې تراوسه د یوې طرحې په توګه مطرح شوي او معلومه نه ده چې افغانستان به څه وخت دې هدف ته ورسیږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG