د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

نور: د دوهم دور انتخاباتو ۸۶ اعشاره ۵۲ سلنه رایې تفتیش شوي


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو د ټولو رایو د بیا تفتیش د بهیر له پیل نه د یکشنبې تر ماښامه پورې د ۱۹۷۵۱ محلونو رايې تفتیش شوي؛ چې د ټولو رایو شپږ اتیا اعشاریه اته پنځوس فیصده جوړوي.

د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې د رایې ورکولو د ۲۲۸۲۸ صندقونو له ډلې څخه دامهال یوازي د۳۰۷۷ صندقونو تفتیش پاته دی چې؛ د ګوتو په شمار ورځو کې به یې د تفتیش بهیر پای ته ورسیږي.

ښاغلي نور زیاته کړه چې، په دغه بهیر کې د دواړو کاندیدانو له خوا د ځانګړي تفتیش لپاره د بیلوشو ۶۰۰۰ زره صندقونو له جملې تر دامهاله ۳۰۴۹ محلونو رايې تفتیش شوي دي.

نور وویل چې، دغه بهیر د انتخاباتو د خپلوا کمیسیون د ۴۰۸ د انتخاباتي شکایتونو د ۶۵ کارکونکو د ملګرو ملتونو د ۱۰۴ کارپوهانو او ۲۱۶ ملي او ۲۰۷ نړیوالو څارونکو په حضور کې پرمخ وړل کیږي.

هغه وویل چې، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تر دا مهاله په خپلو څلور علني غونډو کې د رایو ورکولو د ۱۳۷۶ صندقونو په اړه تصمیم نیول شوی دی؛ چې د ټولو چک لسټونو ۵۲ فیصده جوړوي.

نور زیاته کړه چې، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او په دغه بهیر کې ټولو ملي او نړیوالو څارونکو هڅې زیاتي کړي؛ تر څو د روان بهیر نتیجه په نږدې ورځو کې اعلان کړي:

معلومه نه ده، چې د انتخاباتو نتیجه به څه وخت معلومه شي؛ خو له دې وړاندې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش ویلي؛ چې ممکن د رایو تفتش او ابطال د سنبلې تر نولسمې پورې بشپړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دواړه کاندیدان تراوسه هم د ملي وحدت حکومت د جوړېدو په اړه نهایي موافقې ته نه دي رسیدلي.

XS
SM
MD
LG