د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۰

په "بسلان" کې د یوې غمیزې لس کاله وروسته، د نوي ژوند هڅې


هغه مور چې د بسلان په پېښه کې یې خپل دوه ماشومان له لاسه ورکړل
هغه مور چې د بسلان په پېښه کې یې خپل دوه ماشومان له لاسه ورکړل

په بسلان کې پر ابتدايي ښوونځي د وسله والې حملې لس کاله ووتل؛ خو د دې سیمې اوسیدونکي لا هم د هغې خونړۍ پيښې تر اغیز لاندې ژوندي کوي.

لس کاله مخکې د ۲۰۰۴میلادي د سپټمبر د میاشتې په لومړۍ ورځ د روسیې د شمالي قفقاز د چیچنیا د دې سیمې (بسلان) پر ابتدايي ښوونځي په تروریستي حمله کې د ۱۸۶ کوچنیانو په ګډون لږترلږه ۳۳۴ تنه وژل شوي وو.

"نادیا ګوریوا" هغه مور ده چې؛ په دې تروریستي پښه کې يې دوه ماشومان ووژل شول.

دې په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال "ټام بالمفورټ" ته ویلي؛ د بسلان له خلکو سره یې یوه لسیزه په ویر کې تیره کړې ده:

"تر هغې ظالمانه پيښې وروسته، هر چا خپل ژوند ته د نوي مفهوم ورکولو هڅه کړې. هر وګړي کوشش کړی چې د ژوندي پاتې کیدو لپاره یو هدف پيدا کړي؛ که نه د هدیرې د خلکو سره یوځای شي."

د بسلان اوسیدونکې نادیه ګوریوا د ۲۰۰۴میلادي کال د سپټمبر په لومړي سهار د خپلو درېیو ماشومانو "بوریس، ویرا او ایرینا" سره یوځای ښوونځي ته تللې وه.

د ښوونځي د پیل په مناسبت ټاکل شوې وه چې؛ د لومړي ټولګیو ماشومان د سیمه ییزې فلکوریکې نڅا او سندرو په یوه ننداره کې برخه واخلي.

نادیا وايي، ماشومانو ته یې خپل میلي کالي وراغوستي وو.

خو د نندارې تر پيل مخکې پر ښوونځي تروریستي حمله وشوه او حمله کوونکو وسله والو؛ د نادیا د دوو کوچنیانو "بوریس او ایوا" په ګډون لږترلږه یوولس سوه زده کونکي او ښوونکي ورسره یرغمل کړل.

بوریس او اویوا دوې ورځې لا هم د یرغمل کوونکو په ولکه کې وو او ژوندي وو، خو په دوهمه ورځ په چاودنه کې ووژل شول.

نادیا د خپلو کوچنیانو د وژل کېدو عیني شاهده وه؛ خو وايي چې، د خپلې درېیمې ماشومې "ایرینا" د ژغورلو لپاره یې ځان غلی نیولی و او نه یې ژړل.

نادیا وايي، تر پيښې وروسته د وژل شوو ماشومانو د کورنیو حالت ډير خراب و او زیاتو پلرونو ځانونه ووژل:

"ځیني خلک له دې ځایه ووتل چې؛ ژوند بدل کړي؛ ځیني کسانو خپل ژوند د پيښې په اړه څيړنو ته وقف کړ؛ ځيني نور لا هغسې ژاړي او په هدیره کې اوسي.

زه خپل غم له ځان سره ساتم او نه غواړم چې نور خلک متاثر کړم؛ په حقیقت کې موږ ټول ویرجن یو؛ ډېرو خلکو ځانونه ووژل. واضح ده چې هغوی د ژوند کوم هدف پيدا نه کړ؛ خو ما چاره نه درلوده ځکه باید د خپلې کوچنۍ لور لپاره ژوندۍ پاتې شوې وای؛ هغې به هر وخت راته کتل چې ونه ژاړم؛ نو د هغې لپاره مې حتی ژړلاي هم نشواي.

نادیا څلور پينځوس کلنه ده او تقریباً ۳۶ کاله یې د بسلان په ابتداييه ښوونځي کې د لومړۍ ټولګي زده کوونکو ته درس ورکړی دی.

د بسلان پر ابتدايیه ښوونځي حمله کوونکو تروریستانو غوښتنه کړې وه چې؛ د یرغمل شویو زده کونکو او ښوونکو د ازادۍ په بدل کې روسي ځواکونه له چیچنیا ووزي.

پر پيښه یوه لسیزه تیره شوه، خو د څيړنو کومه پایله لا نه ده څرګنده شوې خو نادیا وايي:

"دا ټروریستي حمله زموږ د ژوند کیسه ده؛ موږ یې په یاد ساتو او ژوند ته دوام ورکوو."

د نادیا په وینا، هغو کسانو چې دا پيښه نه شوای زغملای؛ د هدیرې له خلکو سره یو ځای شول چې؛ د دې خاوند هم په کې دی:

"هغه ونه توانید چې، تر پيښې وروسته خپل ځان راغونډ کړي؛ هغه الکولو ته پناه وروړه، څو دا غمیزه هېره کړي او الکولو هغه ختم کړ."

XS
SM
MD
LG