د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

مستغني: افغان حکومت په ویلز غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی لري


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په ویلز کې د ناټو جوړیدونکې غونډې ته افغان حکومت بشپړ چمتوالی لري او ګټوره اجندا یې ورته جوړه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله ښيي، چې د ویلز په جوړیدونکې غونډه کې به د ناټو مشران په هغو ژمنو موافقه وکړي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته یې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره کړي دي.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني وایي؛ چې د افغان حکومت له خوا د ویلز غونډې ته بشپړ چمتوالی نیول شوی او د موظفو کاري کمیټو غړي یې لندن ته رسیدلي دي.

ښاغلي مستغني د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ تر وروستۍ شیبې به هم د انتخاباتو نتیجې ته منتظر شي؛ خو که معلومه نه شوه د افغانستان په استازیتوب به د دفاع وزیر په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د افغان حکومت تمه له دې کانفرانسه څه ده؟ ښاغلی مستغني یې په اړه وایي.

"د افغانستان د اجندا ډیر بحثونه به له افغان امنیتي ځواکونو سره د نړیوالو ځواکونو د همکارۍ په څرنګوالي متمرکز وي، زمونږ تمه له دې غونډې داده، چې د ناټو مشران او د افغانستان نړیوال متحدین په افغانستان کې په خپل راتلونکي ماموریت او د همکاریو په څرنګوالي لکه، څنګه یې چې ژمنه شوې ده موافقې ته ورسیږي."

ټاکل شوې په دې کانفرانس نړیواله ټولنه له افغان ځواکونو سره د ۴ اعشاریه یو میلیارده ډالرو مرسته اعلان کړي او د بهرنیو چارو وزارت وایي، هڅه کوي، چې د مرستو اندازه پنځه اعشاریه پنځو میلیاردو ته پورته کړي.

د بریتانیا په ویلز ښار کې د ناټو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه د راتلونکې پنجشنبې او جمعې په ورځو جوړیږي او په لومړۍ ورځ به ېې په افغانستان کې ددې سازمان د راتلونکې ماموریت په اړه خبرې وشي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې په ورځ پریکړه وکړه، که د ویلز تر غونډې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجه معلومه نه شي، نو د دفاع وزیر بسم الله محمدي به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

په همدې حال کې یوشمیر سیاسي کارپوهان بیا وایي، چې په دې غونډه کې به د ښاغلي محمدي ګډون دومره ګټې او لاسته راوړنې ونه لري، لکه څنګه یې چې تمه کیږي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ودیر صافي ازادي راډیو ته وویل، ددې غونډې زیاتو لاسته راوړنو ته ځکه هیله من نه دی، چې اوسني حکومت د راتلونکي حکومت د پروګرامونو استازیتوب نه شي کولای.

"دې کانفرانس ته د نوي حکومت د استازو په نه ورتګ به د امنیت برخې ته کوم لوی زیان ونه رسیږي، خو که نوي حکومت په دې کانفرانس کې په جدي او مهمو پوځي پروګرامونو ګډون کړی وای، لاسته راوړنې به یې زیاتې وې،خو نړیواله ټولنه افغانستان په یوه شخص نه اړوندوي، بلکې هغوی د افغانستان له خلکو او دې جغرافیه یی سیمې سره مرسته کوي."

ټاکل شوې د ویلز په غونډه کې د یوسل او پنځوسو هیوادونو استازي برخه واخلي.

که څه هم معلومه نده، چې ددې غونډې پریکړې به د افغانستان په اړه څه وي، خو له دې وړاندې د ناټو یوه لوړپوړي جنرال ویلي وو، که له امریکا سره امنیتي سند لاسلیک نه شي، ټول بهرني عسکر به د روان میلادي کال په پای کې له افغانستانه ووځي.

XS
SM
MD
LG