په داسې حال چې د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د حکومت ضد پراخې مظاهرې او د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ نښتې روانې دي؛ د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف يو ځل بيا د پاکستان له صدراعظم نواز شريف سره ليدلي او د روان سياسي وضعيت په اړه يې ورسره خبرې وکړې.
دا په اسلام اباد کې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف او د طاهر القادري په مشرۍ د عوامي تحريک ګوند د پلويانو او پوليسو ترمنځ تر نښتو وروسته، چې امنيتي ځواکونو په ګډون پکې سلګونه کسان ټپيان شوي؛ د جنرال راحيل شريف او صدراعظم نواز شريف درېيمه ليدنه ده.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر وايي، چې جنرال راحيل شريف د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له صدراعظم نواز شريف په ليدلي او په اسلام اباد کې د رامنځته شوي سياسي کړکېچ د حل په اړه خبرې يې کړي او وايي، دواړو منلې، چې سياسي شخړې بايد د مذاکراتو او د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې دننه حل کړى شي.
تر دې مخکې د پاکستاني پوځ مشر د يکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پوځ د جګپوړو قومندانانو غونډه رابللې وه؛ چې په روان سياسي وضعيت يې ورسره خبرې کړې وې.
د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان حکومت په داسې حال کې په اسلام اباد کې د رامنځه شوي سياسي کړکېچ د هواري لپاره يو ځل بيا سياسي هلې ځلې چټکي کړي او د پوځ د مشر تر ليدلو وروسته يې د سياسي ګوندونو له مشرانو سره ليدلي، چې د حکومت ضد مظاهره چيان لا هم د پاکستان د پارلمان او د صدراعظم د دفتر مخې ته له پوليسو سره په اخ و ډب بوخت دي.
صدراعظم نواز شريف د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د ټولو سياسي ګوندونو له استازيو سره تر ليدنې او سلا مشورو وروسته، له طاهر القادري او عمران خان سره د مذاکراتو لپاره د ټولو سياسي ګوندونو د استازيو يوه شپږ کسيزه کومېټه وټاکله.
د پاکستان د سياسي چارو ځينو څارونکيو د حکومت له خوا د مذاکراتو د پيلولو هرکلى کړى او وايي، چې له اوسني سياسي کړکېچه د وتلو يواځينۍ لار مذاکرات دي.
د سياسي چارو څارونکي او د پښتونخوا ملي عوام ګوند جګپوړي چارواکي مختيار يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د مذاکراتو هرکلى وکړ او ويې ويل ، چې که چيرې په پاکستان کې دا ځل ديموکراسۍ ته زيان ورسېد، نو دا به ددې هېواد د وجود لپاره ستر ګواښ وي:
" نن هر پاکستاني او د جهان خلکو ته دا سوال دى چې دا په پاکستان کې څه کېږي لګيا دي؟ حقيقت دا دى، که په دې ملک کې دې ځل ته دا جمهوري نظام له منځه لاړ او بې باوره شو، نو بيا د پاکستان خپل وجود دا پخپله يو سواليه نشان پاتې کېږي، چې آيا ددې ملک چې کوم قومونه دي، پښتانه، بلوچ سندهيان آيا بيا دوى په دې ملک کې پاتې کېدلى شي؟ نو زما په خپل خيال ددې ملک وجود دا مهال له خطرې سره مخامخ دى."
نوموړى زياتوي، چې د پاکستان په سياسي چارو کې به د پوځ لاسوهنه دا هېواد په ټوله نړۍ کې يواځې کړي او اقتصاد ته به يې زيان ورسوي.
له بلې خوا د پاکستان پوځ د عمران خان د تحريک انصاف ګوند د جګپوړي چارواکي جاويد هاشمي، چې پر پارلمان او د صدراعظم د دفتر پر ودانۍ د بريد له امله له عمران خانه خپه شوى، هغه تورونه رد کړي، چې وايي د عمران خان او طاهر القادري د لاريونونو تر شا د دوى لاس دى.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر د يوې اعلاميې د خپرولو په ترڅ کې ويلي، چې دوى په پاکستان کې د جمهوريت دوام غواړي او ددې هېواد په سياسي چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي.
د يادونې وړ ده، چې په اسلام اباد کې لا هم حالات کړکېچن دي او د عمران او طاهر القادري خپلو پلويانو ته په وينا کې ويلي، چې د نواز شريف د استعفا او د نوي حکومت تر جوړېدا به له احتجاحه لاس وانخلي.
راپور: ذبيح شفق