د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر او کترین اشټن په بروکسل کې غونډه کوي


د ايران د بهرنیو چارو وزير محمد جواد ظريف د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ مشرې ډپلوماټې کترين اشټن سره نن په بروکسل کې غونډه لري.

د ايران او نړۍ د سترو هيوادونو تر منځ دا خبرې له يوه کال راهيسي د اشټن له خوا پر مخ وړل کيږي. دا خبرې د ايران د لس کلني اټومي پروګرام په هکله د موافقې لپاره کيږي.

د ايران او د نړۍ د سترو هیوادونو تر منځ دا خبرې تېر کال له هغه وروسته د څلورو مياشتو لپاره وځنډېدې چې د روغې جوړې لپاره ټاکل شوې نېټه له کومې موافقې پرته؛ تېره شوه. د نومبر د مياشتې ۲۴مه د اخري پرېکړې ټاکل شوې نېټه ده.

د ايران د دولتي خبري اژانس IRNA په وينا؛ د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف به له دوو نورو چارواکو عباس عراقچي او مجيد تختروانچي سره يو ځای له اشټن سره ليدل کتل وکړي.

عراقچي له ايرانه له روانېدو مخکې خبريالانو ته وويل چې؛ د موافقې امکانات شته:

"يو څه بنسټيزې پوښتنې شته چې؛ که يې موږ ځواب کړو، نورې ستونزې به هم ورسره حل شي. زه هيله من يم چې تر نومبر پورې به کومې موافقې ته ورسيږو."

په دې خبرو کې تر ټولو لوی مخالفت د ايران د یورانيمو پر مقدار دی. ايران غواړي چې د اټومي پروګرام د محدودولو په بدل کې اروپايي اتحاديه؛ امريکا او ملګري ملتونه پر ايران لګول شوي بنديزونه ايسته کړي.

ايران له هغه وروسته چې تېر کال حسن روحاني ولسمشر وټاکل شو؛ د نړۍ له ښپږو سترو هيوادونو، برتانيې، چين، فرانسې، روسیې، امريکا او جرمني سره د خپل اټومي پروګرام په هکله بيرته خبرې پيل کړې.

د تېر نومبر په مياشت کې له ايران سره يو موقتي تړون وشو. په وروستيو مياشتو کې د امريکا له خوا نويو بنديزونو تهران په غصه کړی دی؛ خو د دايمي موافقې هيله اوس هم شته.

XS
SM
MD
LG